امنیت شورا د افغان ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143106-امنیت_شورا_د_افغان_ښځو_حقونو_ته_پر_درناوي_ټینګار_وکړ
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه، د افغان ښځینه فعالانو په حضور کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه، په دې غونډه کې د افغان ښځو پر حقونو ټینګار وشو.
(last modified 2023-12-13T04:21:09+00:00 )
Dec 13, 2023 08:48 Asia/Kabul
  • امنیت شورا د افغان ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه، د افغان ښځینه فعالانو په حضور کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه، په دې غونډه کې د افغان ښځو پر حقونو ټینګار وشو.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، دغه غونډه د سویس په کوربه توب چې د امنیت شورا مشري پر غاړه لري او متحده عربي امارات او جاپان یې ملاتړ کوي ترسره شوې ده، د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او پخوانۍ ډیپلوماتې اصیلا وردګ هم ګډون کړی.

په ملګرو ملتونو کې د سویس استازي د دې غونډې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه هېواد به د افغانستان په راتلونکي کې د افغان مېرمنو د بشپړ، مساوي، معنی لرونکي او خوندي ونډې دفاع ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې امنیت شورا ویلي وو چې د دغې غونډې هدف د افغانستان په اړه په مخکښو وړاندیزونو کې د افغان ښځو د ونډې د یقیني کولو او د شورا غړو ته د دې فرصت برابرول وو، چې د افغانستان په راتلونکي لید کې د افغان مدني ټولنې نظرونه شامل کړي.

د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د افغانستان په اړه د سیمه ایزو او نړیوالو اقداماتو په برخه کې د سیاستوالو او بشردوستانه سازمانونو د یوې منسجمې او همغږې تګلارې په غوښتنې سره ویلي وو چې دغه چلند باید د افغان ښځو د سازمانونه او مدني ټولنو په همغږۍ او نظرونو په پام کې نیولو سره ترسره شي.