Dec 14, 2023 17:04 Asia/Kabul
  • د امریکا په پارلمان کې د بایډن د استیضاح د تحقیقاتو رسمي پیل تصویبېدل

د امریکا پارلمان د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن د استیضاح په اړه، د رسمي تحقیقاتو د پیلولو په خاطر، په ۲۲۱ موافقو او ۲۱۲ مخالفو رایو سره یو پریکړه لیک تصویب کړ. له دې مخکې، د کانګرس یوه غړي کیلي آرمسټرانګ د امریکا د پارلمان د غړو په استازیتوب، د امریکا د ولسمشر بایډن د استیضاح په هدف، تحقیقاتو ته دوام ورکولو لپاره، د پریکړه لیک متن خپور کړ.

دا رایه ورکول، د ولسمشر د استیضاح کولو یا نه کولو په اړه نه دي، بلکې دا یو قانوني ګام دی، چې په تحقیقاتو کې ښکېلو کمېټو ته د تحقیقاتو لپاره ډېر واک ورکوي. دا پریکړه لیک د پارلمان قضايي برخه او څارنې کمټې، دې ته اړ کوي چې د بایډن او د هغه د کورنۍ لخوا د رشوت اخیستلو په برخه کې، د خپل موقف او سیاسي نفوذ څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه، خپل تحقیقات وکړي.

د امریکا د پارلمان مشر مایک جانسون مخکې ویلي وو، چې د امریکا د ولسمشر استیضاح ضروري ده، ځکه چې سپینې ماڼۍ د هغه سرغړونو د څېړلو مخه نیولې، چې ویل کېږي د دغه هېواد د ولسمشر د نږدې ملګرو له خوا ترسره شوي دي.

جانسون د بایډن د استیضاح د رسمي پیل د تصویب په اړه وویل: شواهد ښیي چې د بایډن کورنۍ له بهرنیانو څخه په میلیونونه ډالر ترلاسه کړي دي. جانسون دا هم ویلي وو چې د قضايي کمېټې ډېری غړي د بایډن کورنۍ د غړو ترمنځ  د سرغړونو په لټه کې دي؛ خو سپینه ماڼۍ د دې کار مخه نیسي او په زرګونه اسناد پټوي.

د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د کانګرس درېیو کمېټو  د امریکا ولسمشر جوبایډن، د ولسمشرۍ پر مهال د هغه د مرستیالۍ په دوره کې د رشوت او فساد په اخیستو تورن کړی دی. بایډن دا تورونه ردوي او د جرګې کمېټې هم تر اوسه د خپلو ادعاوو لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

جو بایډن د پارلمان پر جمهوري غوښتونکو په نیوکې سره ویلي، چې جمهوري غوښتونکي پر ما باندې په دروغو په برید کولو او په بې اساسه سیاسي چلونو  سره د وخت پر ضایع کولو تمرکز لري.

د جرګې جمهوري غوښتونکي ادعا کوي چې بایډن او د هغه کورنۍ د 2009 څخه تر 2017 پورې، د مرستیال په توګه د بایډن له پریکړو څخه په غیر قانوني توګه ګټه پورته کړې. د پارلمان د څارنې کمېټې تور پورې کړی، چې د بایډن کورنۍ او د هغه سوداګریزو شریکانو له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې، په چین، قزاقستان، رومانیا، روسیې او اوکراین کې له بهرنیو سرچینو څخه ۲۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د جمهوري غوښتونکو تحقیقات د جوبایډن د زوی هانټر بایډن پر سوداګریزو معاملو متمرکز شوي دي. هانټر بایډن د خپلې سوداګرۍ معاملې په اړه د غیرعلني شاهدي ورکولو په تړاو، د پارلمان د جمهوري غوښتونکو غوښتنې رد کړي او له جمهوري غوښتونکو وکیلانو سره یې تاوتریخوالی راپورته کړی. جمهوري غوښتونکي له اوږدې مودې راهیسې، هانټر بایډن د خپل پلار ترټولو لوی سیاسي خنډ په توګه ګڼي. که دوی وکولای شي د هانټر بایډن سوداګرۍ او شخصي معاملې د هغه پلار ته اړوند کړي، نو دوی ممکن د امریکایي رایه ورکوونکو په منځ کې د بایډن مقام ته زیان ورسوي.

داسې ښکاري چې د جمهوري غوښتونکو، په ځانګړې توګه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو یو هدف دا دی، چې د هغه د ولسمشرۍ پرمهال د ټرمپ دوه ځله د استیضاح کولو لپاره، د ډیموکراټانو غچ واخلي. په هغه وخت کې د امریکا په پارلمان کې ډیموکراتان اکثریت وو او په ځانګړې توګه د دې جرګې مشرې نانسي پلوسي چې له ټرمپ سره یې ژور اختلاف درلود، د دې استیضاح په پرمخ بیولو کې پراخ رول ولوباوه.

په هماغه وخت کې، جمهوري غوښتونکو د ټرمپ استیضاح کول، په سیاسي او ګوندي اهدافو ، په ځانګړې توګه د 2020 په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ د مقام کمزوري کولو په موخه یو عمل ګڼلی او دا یې غندلی وو. اوس د بایډن د استیضاح پر وړاندې ډیموکراتانو هم د جمهوري غوښتونکو په څېر دریځ غوره کړی او پر دې باور دي چې د بایډن د استیضاح لپاره هڅه، په حقیقت کې د بدنامولو او د 2024 په نوامبر کې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو ته په پام سره، د هغه د شهرت کمولو په هدف یو عمل دی. په همدې دلیل، د پارلمان ټولو ډیموکراتو استازو، د بایډن د استیضاح تحقیقاتو پیلولو ته منفي رایه ورکړه.

ټیګونه