اسټرالیا د امریکا غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143550-اسټرالیا_د_امریکا_غوښتنې_ته_منفي_ځواب_ورکړ
مهر خبري اژانس راپور ورکړی د اسټرالیا حکومت د امریکا د سمندري ائتلاف پرضد په یوې بلې رسوایۍ کښې د واشنګټن د غوښتنې په رسمي ډول د ردولو په ترڅ کښې وویل اسټرالیا د تجارتي کشتیو د ساتنې لپاره سره سمندر ته د جنګي کشتۍ د استولو لپاره هیڅ پروګرام نلري.
(last modified 2023-12-21T23:26:24+00:00 )
Dec 22, 2023 00:43 Asia/Kabul
  • اسټرالیا د امریکا غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ

مهر خبري اژانس راپور ورکړی د اسټرالیا حکومت د امریکا د سمندري ائتلاف پرضد په یوې بلې رسوایۍ کښې د واشنګټن د غوښتنې په رسمي ډول د ردولو په ترڅ کښې وویل اسټرالیا د تجارتي کشتیو د ساتنې لپاره سره سمندر ته د جنګي کشتۍ د استولو لپاره هیڅ پروګرام نلري.

د اسټرالیا حکومت د امریکا له سپینې ماڼۍ سره د لومړنیو خبرو په بهیر کښې په ارام سمندر او هند اوقیانوسیې کښې د کانبرا په اصلي تمرکز ټینګار کړی دی.

د انګلستان ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کښې په سره سمندر کښې د اسټرالیا د جنګي بیړۍ د شتون لپاره د امریکا د غوښتنې په هکله د اسټرالیا د حکومت انکار ته په اشارې سره ولیکل د اسټرالیا سیاسي او پوځي ټولنو د خپل سیاسي او د پوځي هم تړون په توګه د واشنګټن له غوښتنې سره د  کانبرا رسمي مخالفت بې مخینې او لړزونکي پیښه بللي ده.

ګارډین ورځپاڼې په اسټرالیا کښې د یوه مطرح سیاسي چارواکي په قول وویل په پوځي ائتلاف کښې له ګډون کولو د کانبرا د ډډه کولو علت د سره سمندر د سټراټيژیکې حوزې سخت شرایط دي.