د لوېدیځو هېوادونو مشرانو ته د پوتین خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143584-د_لوېدیځو_هېوادونو_مشرانو_ته_د_پوتین_خبرداری
د روسیې ولسمشر وویل: د دې وخت رارسېدلی چې امریکا او لوېدیځ د روسیې د ړنګېدو له فکر ځانه لیري کړي.
(last modified 2023-12-22T05:50:40+00:00 )
Dec 22, 2023 10:15 Asia/Kabul
  • د لوېدیځو هېوادونو مشرانو ته د پوتین خبرداری

د روسیې ولسمشر وویل: د دې وخت رارسېدلی چې امریکا او لوېدیځ د روسیې د ړنګېدو له فکر ځانه لیري کړي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له اوکراین سره د روسیې د شخړې له پیلېدو وروسته، د مسکو د غندلو او د اقتصادي فشارونو د زیاتولو ترڅنګ، لوېدیځو هېوادونو له کېیف سره هر اړخیز سیاسي، مالي او د وسلو ملاتړ د آجنډا په سر کې راوست. د لوېديځوالو له ملاتړ سره سره، روسيې د اوکراين لږ تر لږه شل سلنه خاوره نيولې ده.

د « آرمناپرس » خبري آژانس د خبر له مخې، «ولادیمیر پوتین» د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د ستراتیژیکو پراختیا او ملي پروژو د شورا په غونډه کې وویل: « غواړم یادونه وکړم چې موږ د امریکا له وچې ، له شمالي امریکا، متحده ایالات او کاناډا څخه ځان نه لیرې کوو "

د روسیې ولسمشر زیاته کړه:«موږ هغوی له خپل ځان څخه نه لیري کو. البته، پریکړه ستاسو په لاس کې ده."

د روسیې ولسمشر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې مسکو د خپلو اټومي وسلو د زیرمه کولو په حال کې دی او خپل اټومي ستراتیژیک ځواکونه د چمتووالي په لوړه کچه کې ساتي.

تر اوسه روسیې او نورو هېوادونو د سولې وړاندیزونه کړي، چې د کېیف له منفي غبرګون سره مخ شوي دي.