امنیت شورا د اعتبار له درجې غورځیدلې ده
د پوځ په چارو کښې د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان صلاحکار وویل: کوم جنایت چې صهیونیسټي رژیم په غزه کښې د فلسطین د خلکو خلاف رامینځته کړی، د هیڅ شک ځاې نه پریږدي چې د سلطې نظام د ملګرو ملتو د امنیت شورا د اعتبار ختم کړی دی.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، جنرال «امیر حاتمي» د اسلامي ایران د پ،ځ د دافع هوا ځواک د پوهې او تحقیق په نندارتون کښې وویل: په داسې حال کښې چې امنیت شورا باید د دنیا د خلکو لپاره امنیت او ارامښت راوړي، خو انساني ضده قوانینو او د وټو د حق په شان مسائلو د ملګرو ملتو د امنیت شورا لارې چارې دومره ټیټې کړې دي چې د دغو جنایتونو په وړاندې هیڅ نه شي کولې او بیخي کمزورې شوې ده.
جنرال حاتمي په دې خبري باندې په ټینګار سره چې په داشان حالاتو کښې هغه څیز چې د هیوادونو لپاره توازن او انډول برابرولی شي، دفاعي توان دی او په دې مینځ کښې د دافع هوا قدرت ډیر اهمیت لري، زیاته کړه: که د فلسطین د مقاومت جنګیالیو ځینې دافع هوا سیسټمونه درلودلی او صهیونیسټي رژيم احساس کړی و چې د هغوي ځینې الوتکې هدف ګرځیدې شي نو په غزه کښې به اوس حالات داسې نه وو.