د روسیې په ضد د امریکا بندیزونه دنورو په چاروکې ګوتووهل دي
د چین خار جه وزارت د یوې سختې لهجې اعلامیه خبره کړط او له ماسکو سره د بیجینګ دوواړخیز ملګرتیاړ به بهرني لاسوهنې رودولو د جنوب د قطب د مایع ګیس د تولید د پروزې دامریکا به بندیزونو سختې نیوکې وکړې.
امریکا تیره میاشت به اوکراین کې د حنګ به دلیل د ماسکو په ضد د براخو اقداماتو د پيکیج د یوې برخط په توه د شمال د قطبد ګیسو د تولید به پروژ بندیزونه لګولی د.
د روسیې کومرسانټ خبری آژانس پرون راپور ورکړیو د چین لوئې حکومتي تیلی شرکت (CNOOC Ltd و China National Petroleum Corp (CNPC))
هم چې هردواړه به دې پيروژې کې ونډې لری، به دې پروژې کې د ملګرتیا د دوام غوشتونکي شول .
د چین خارجه وزارت ویندوی مائو نینګ پرون په مطبوعاتي کنفرانس کې وئيلي دي ، د روسیې او چین ترمینځ اقتصادي ملګرتیا ددواړو هیوادونو په ګټه ده او باید په دې کې دریمګړی هیڅ یو لوری دخالت ونه کړي او محدودیّتونو لاس واخلي . هغه زیاته کړه چین تل د نړیوالو قوانینو په نظر کې له نیولو پرته یو اړخیز او اوږدمهاله بندیزونو سره سخت مخالف دی.
روسیه نیّت لری د خبلو مایع طبیعي ګیسو د تولید ظرفیت تر ۲۰۳۵ کال بورې ی۱۴۰ میلیون ټنو ته ورسوي او مخ په وده بازار کې خپله ونډه به نړۍ کې د مایع طبیعي ګیسو په پراختیا سره مضبوطه کړي .