Dec 27, 2023 10:57 Asia/Kabul
  • روسیې د لویدیځ له خوا د ایټمي موافقې د احیا په لاره کښې په خنډجوړونې نیوکه وکړه

په ویانا کښې په مستقرو نړیوالو سازمانونو کښې د روسیې دائمي استازي، د برجام د راژوندي کولو په لړ کښې د لویدیځ په کړنلارې نیوکه وکړه.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، "میخائیل اولیانوف" تیر ماښام له ایران سره د ایټمي موافقې په وړاندې د لویدیځ په تګلارې باندې په نیوکې سره وویل: که امریکا او اروپايي ټرائیکا په تیر یو کال کښې د برجام د احیا مخه نه وی نیولې نو په ایران کښې به د یورانیمو بډایه کول، له ۳.۶۷ فیصدو نه وو اوښتي.

ویل کیږي چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس په یو ادعايي رپورټ کښې د فردو او نطنز په ایټمي تاسیساتو کښې د پخو شویو یورانیمو د تولید زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: ایران د نومبر میاشتې له ختمیدو وروسته د هګزافلورایډ په چوکاټ کښې په ۶۰ فیصده خالصوالي سره د بډایه شویو یورانیمو تولید، په میاشت کښې کابو ۹ کیلوګرامو ته رسولی دی.

ایران د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشتې کښې له ایټمي موافقې د امریکې له یواړخیزې وتنې او په دغې موافقې کښې په خپلو کړو ژمنو باندې په عمل کښې د اروپايي لورو له ځنډه دوه کاله پس، د ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو په بنیاد، د خپلو ژمنو د کمولو لپاره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس تر څارنې لاندې یولړ ګامونه پورته کړل ترڅو د دغې موافقې په اجرا کښې انډول راشي.

د ایران اسلامي جمهوریت تل ټینګار کړی چې دغه تابیاوې یې د لغو کیدو وړ دي او هر وخت چې نور لوري خپلې ژمنې په بشپړه توګه پوره کړي، ایران به هم ورته چلند ولري.

 

ټیګونه