په امریکا کې د جومات یو امام ترور شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144262-په_امریکا_کې_د_جومات_یو_امام_ترور_شو
د نیوجرسي لوي څارنوال ووئیل، نړیوالو پيښو او تعصب پارؤنکو پيښو ته په پام سره چې په درست نیوجرسي ایالت کې ئې ډیری ټولنې په تیره بیا د مسلمانانو ټولنه تجروبه کوي ،اوس ډیری کسان زیاتیدونکي ویره احساسوي.
(last modified 2024-01-04T06:06:13+00:00 )
Jan 04, 2024 10:33 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د جومات یو امام ترور شو

د نیوجرسي لوي څارنوال ووئیل، نړیوالو پيښو او تعصب پارؤنکو پيښو ته په پام سره چې په درست نیوجرسي ایالت کې ئې ډیری ټولنې په تیره بیا د مسلمانانو ټولنه تجروبه کوي ،اوس ډیری کسان زیاتیدونکي ویره احساسوي.

د امریکا د نیو جرسي  په نیوارک کې د محمد نومې جومات امام ددغه جومات مخې ته په ډزو ترور شو.

 د usa today،  انټرنیټي سایټ  راپور ورکړی،  د نیوجرسی ایالت لوي څارنوال  مټ پلاتکین  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  چې مقتول حسن شریف نومید او په چارشنبې  ورځې د څو ډزو له امله زخمي شوی  چې روغتون ته منتقل شوی  خو د سختو ټپونو له امله ئې سا ورکړه.

پلاتکین  ووئیل، تراوسه پورې ددغه جنایت انګیزه نه ده معلومه ، خو هغه شواهد چې تر دې دمه ئې غونډ کړي دي ،داسې څه نه ښئ چې ګوندې  ددغه جنایت  انګیزه کومه ترهه ګري یا توکمپالنه  وي.

د نیوجرسي لوي  څارنوال  ووئیل،  نړیوالو پيښو او تعصب پارؤنکو  پيښو  ته په پام سره  چې په درست نیوجرسي ایالت کې ئې ډیری ټولنې په تیره بیا  د مسلمانانو ټولنه  تجروبه کوي ،اوس ډیری کسان  زیاتیدونکي  ویره احساسوي.

د امریکا په نیوجرسي ایالت کې له ټولې آبادۍ  کابو درې لکه مسلمانان ژوند کوي.

Image Caption