چین د امریکا پنځه دفاعي شرکتونه بایکاټ کړل
د چین خارجه وزارت په تایوان دوسلو د خرڅولو په دلیل د امریکا پنځه شرکتونو باندې بندیز ولګوو.
ایسوشی ایټيډ پریس خبری آژانس راپور ورکړی،د چین خارجه وزارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،د امریکا پنځه دفاعي شرکتونه ئې په تایوان د وسلو د خرڅولو، او د چینی شخصیّتونو او شرکتونو په بایکاټولو کې د واشنګټن داقدام په غبرګون کې بایکاټ کړي دي.
د چین چارواکي تایوان دخپلې خاورې یوه نه جلا کیدونکي برخه ګڼي او تل ئې په تایوان د وسلو د خرڅولو په باب د امریکا د تاؤتریخجنو اقداماتو په باب خبرداري و رکړي دي.
د چین دخارجه وزارت په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د چین دنوو بندیزونو په اساس،په چین کې به ددغو پنځو امریکائي شرکتونو سره اړونده ټولې شتمنۍ او مالونه به وتړل شي او په چین کې ادارې او وګړي له دغو پنځو شرکتونو سره له هرډول تجارت او تعامل څخه منع کیږي.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د امریکا اقدامات د چین حاکمیّت او امنیتی ګټې داغي کوي، په درست تایوان تنګي کې سوله او ثبات کمزوری کوي او د چینیانو او د هغو د شرکتونو د حقوقو او ګټو خلاف ورزي کوي.داپه داسې حال کې دي چې امریکا په تیر دسمبر کې پر تایوان د کابو درې سوه میلیون ډالرو په ارزښت پوځي وسلې او تجهیزاتو خرڅول تائيد کړي دي.