ایران ته د هندوستان د خارجه وزیر سفر
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر «سوبرا مانیام جایشانکر» Jaishankar تهران ته په دوه ورځني سفر کښې د خپل ایراني همرتبه حسین امیر عبداللهیان په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت له یوشمیر جګ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې او ملاقاتونه کوي.
ایران ته د هند د خارجه وزیر نننی سفر، نوي ډیلي ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د تیر کال د سفر هلته یې له ده او وزیراعظم نریندر موده سره یې د لیدوکتو په ځواب کښې ترسره کیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکښې ویلي وو چې هندوستان به د ایران په سویل ختیځ کښې د چابهار بندر له لارې نه یوازې د مرکزي آسیا سیمو ته لاسرسۍ ومومي بلکې دا احتمال شته چې روسیې او اروپا ته هم ورسیږي. د چابهار بندر چې د هندوستان په مرسته یې پراختیا موندلې، د سیمې په تیره بیا د مرکزي آسیا د ټرانزټ مرکز دی.
هند په ۲۰۱۵ کال کښې د چابهار بندر د پراختیا او د ریل پټلۍ د جوړولو له لارې چې هندوستان له افغانستان سره نښلوي، له ایران سره موافقې ته ورسید او په ۲۰۱۶ کال کښې د دغه هیواد وزیراعظم نریندر مودي ایران ته په سفر کښې له ایران سره د چابهار بندر د پراختیا لپاره د پانګونې موافقه لاسلیک کړه.
د عمان سمندرګي په سواحلو کې د ایران چابهار ازاده سیمه د هند سمندر، منځنۍ اسیا، قفقاز او اروپا ترمنځ د یوې خوندي او لنډې لارې په رامنځته کولو سربیره، د افغانستان لپاره د هند لپاره مستقیمه لار هم برابروي او نوی ډیلی هڅه کوي له چابهار څخه د سړک او د ریل پټلۍ د ارتباط په جوړولو سره افغانستان ته د خپلو محصولاتو د صادرولو په ترڅ کې د دغه هیواد طبیعي زیرمې هم په کمه بیه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کښې ده چې له دې مخکې د هند او افغانستان محصولات یوازې د پاکستان د پولو له لارې تبادله کېدل او په وروستیو کلونو کې د اسلام اباد، نوي ډیلي او کابل ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو دغه تبادله ستونزمنه کړې وه. په همدې خاطر په وروستیو کلونو کې لوړپوړو هندي او افغان چارواکو ایران ته په پرله پسې سفرونو سره د چابهار بندر د پراختیا له ګړندیتوب څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
چابهار ته د طالبانو د حکومت د کابینې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره ملګري پلاوي د تېر مني په سفر کې اعلان وشه چې چابهار بندر په کلني ډول له اته نیم میلیون ټنو څخه د زیاتو شیانو د خالي کولو او بارولو ظرفیت لري او د هندي او افغان پانګوالو او سوداګرو د استفادې لپاره یې مناسب فرصت برابر کړی دی.
په هندوستان کښې د سټراټيجکو مسائلو کارپوه ګوتم مکرجي په دې هکله وايي: د ایران چابهار بندر د ډیرې مهمې سمندري اوبلارې په توګه نه یوازې اسان، خوندي او ارازن انتقال او ټرانزټي موقعیت پیاوړی کوي بلکې د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې په لویدیځې او مرکزي آسیا کښې بلکې په ټوله نړۍ کښې په مهم لوبغاړي بدلوي.
د چابهار بندر د پراختیا لپاره د تهران او نوي ډیلي د اړیکو د پراختیا او هڅو ترڅنګ، باید په یاد وساتل شي چې د تهران او نوي ډیلي اړیکې تاریخي او څو سوه کلنې دي چې له څو مهمو ځانګړتیاوو څخه برخمنې دي چې له فارسي ژبې او د ختیځ کلتور د تاریخي اړیکو څخه یې الهام اخیستی او لامل شوي چې له لوړوژورو سره سره د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تل مخ په پراختیا دي او د هند د کانګرس د دواړو ګوندونو او همدارنګه د واکمن بهارتیا جنتا ګوند چارواکي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ژورولو او پراخولو ته متفاوت نظر ولري.
له همدې امله له ایران سره نږدې اړیکې د هند د حکومت لپاره مهمې دي، ځکه دغه هېواد د سیمه ایز انډول د رامنځته کولو او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د خپلو اوږدمهاله امنیتي او اقتصادي ګټو د ساتنې لپاره له ایران سره همکارۍ ته اړتیا لري. د ایران، هند او افغانستان تر منځ د دهلېز په اړه درې اړخیزه هوکړه چې له چابهار څخه افغانستان او منځنۍ اسیا ته ورسي او همدارنګه د شمال-جنوب نړیوال ټرانسپورټي دهلېز نور هغه مهم لاملونه دي چې هند ایران ته ستراتیژیک نظر ولري.
*/*/*/*/*/*