د ایران او د هرات چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144858-د_ایران_او_د_هرات_چارواکو_خبرې_وکړې
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د هرات ولایت د ټوریزم او د کلتوري میراث لوړرتبه پلاوي د ایران د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد کښې د ټوریزم او کلتوري مسوولانو سره په کتنه کښې د ملګرتیاو د پراخولو په هکله خبرې وکړې.
(last modified 2024-01-16T08:08:40+00:00 )
Jan 16, 2024 12:30 Asia/Kabul
  • د ایران او د هرات چارواکو خبرې وکړې

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د هرات ولایت د ټوریزم او د کلتوري میراث لوړرتبه پلاوي د ایران د خراسان رضوي ولایت په مرکز مشهد کښې د ټوریزم او کلتوري مسوولانو سره په کتنه کښې د ملګرتیاو د پراخولو په هکله خبرې وکړې.

د هرات د ټوریزم د پلاوي غړیو لومړۍ د خراسان رضوي ولایت د لاسي صنایعو ، ټوریزم او د کلتوري میراث له مسوول «سید جواد موسوي» د خراسان رضوي ولایت د زیارتوالو د هوساینې د چارو له مسوول «محمد علي توسلي» او دغه راز د ټوریزم او د کلتوري میراث له مرستیالانو او د خراسان رضوي د ټوریزم د حوزې له یوشمیر فعالانو سره د خراسان رضوي په ستر میوزیم کښې کتنه وکړه.

د ایران د خراسان رضوي د لاسي صنایعو او د ټوریزم او د کلتوري میراث مسوول «سید جواد موسوي» په دغه کتنې کښې وویل  ایران او افغانستان دوه دوست ، ګاونډي او هم ژبې هیوادونه دي او د ملموس او د نه ملموس کلتوري میراث د اثارو په ثبتیدا کښې او په ګډه توګه د نوروز اختر او د روژه ماتي د دسترخوان ثبتیدا په نظر کښې لرو.

موسوي زیاته کړه مونږ هرات له ځان څخه جلا نه ګڼو ، ځکه چې هغه د  ستر خراسان یو مهم ښار دی  او په همدې دلیل د ګډ ټوریزم د ټورونو د ترسره کیدا لپاره چمتو والی لرو.

د هرات ولایت د ټوریزم د برخې مسوول رحمت اله ګل محمدي هم په دغه کتنې کښې وویل ایران او افغانستان ګډ دین لري او په ډیرو چارو کښې اشتراکات لري.