په غزې تړانګې کې دې سملاسی اور بند ټينګ شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144862-په_غزې_تړانګې_کې_دې_سملاسی_اور_بند_ټينګ_شي
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  ددې خبرې په کولو سره چې  په غزې تړانګې کې انساني وضعیّت ډيرې بوږنونکی دی ، په دغې تړانګې کې دې فوري اوربند ټينګ شي.
(last modified 2024-01-16T21:01:00+00:00 )
Jan 17, 2024 01:28 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې کې دې سملاسی اور بند ټينګ شي

د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  ددې خبرې په کولو سره چې  په غزې تړانګې کې انساني وضعیّت ډيرې بوږنونکی دی ، په دغې تړانګې کې دې فوري اوربند ټينګ شي.

د ملګروملتو سرمنشي  په ۲۰۲۴کال کې پخپل  لومړني خبری کنفرانس کې  دې خبرې ته په اشارې سریه چې په غزې تړانګې باندې د اسرائيلو د حملو څه دپاسه سل ورځې تیریږي، ټينګار وکړ،  دانسان دوستۍ په دلیلونو سره ددغو حملو سملاسی دریدا ضروری  ده  او په غزې تړانګې د صهونیسټ رژيم  حملو وخت اوږدیږي ، د حالاتو دخرابیدا خطره به هم لازیاته شي.

آنتونیوګوتریش  په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم  دحملو په زیاتره  مرګ ژوبلوکې ماشومان  او ښځې ترسترګو کیږي،  ووئيل، داکتوبر له اومې نیتې راهسې  په غزې تړانګې  باندې د صهیونیسټي رژيم  په حملو کې د ملګروملتو  ۱۵۲کارمندان هم  وژل شوي دي چې  د ملګروملتو په تاریخ کې تراوسه پورې ترټولو زیاتې مرګ ژوبلې دي .

دملګروملتو سرمنشي  همداراز ووئيل، په داسې حال کې چې  په غزې تړانګې د اسرائيلو  حملې  دوام لري، ملګري ملتونه او دهغو شریکان په غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ مرستې په ښه ډول  نه شي رسولی.

په عین حال کې  په ملګروملتو کې د فلسطین استازي ریاض منصور  په یوګنډا کې د ناپیّلي غورځنګ د سرمشریزې په څنډې کې خبریالانو ته ووئيل،  دغه غورځنګ د فلسطین له ايډئيل څخه چورلټ ملاتړ کوي.  هغه زیاته کړه ناپیلي غورځنګ  له هماغه تاسیس وخت راهسې ، تل د فلسطین د  ولس  دمسلمو حقوقو او  ګټو ملاتړ کړی دی.