امریکا اوکراین ته د نورو مرستو د ورکولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i145052-امریکا_اوکراین_ته_د_نورو_مرستو_د_ورکولو_هڅه_کوي
سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ امریکا د راتلونکي میلادي کال له جنورۍ میاشتې او د ولسمشرۍ له انتخاباتو وړاندې اوکراین ته د زیاتو مرستو د استولو هڅه کوي.
(last modified 2024-01-20T22:31:50+00:00 )
Jan 21, 2024 02:59 Asia/Kabul
  • امریکا اوکراین ته د نورو مرستو د ورکولو هڅه کوي

سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ امریکا د راتلونکي میلادي کال له جنورۍ میاشتې او د ولسمشرۍ له انتخاباتو وړاندې اوکراین ته د زیاتو مرستو د استولو هڅه کوي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت او ولسي جرګې کانګرس د دغه پلان په هکله بحث له تیر میلادي کال راهسې پیل کړی دی.

بایډن له اوکراین سره د پوځي مرستو د دوام لپاره د یوشپیتو(۶۱) میلیارډو ډالرو مرسته غوښتي ده  خو په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپلیکن ګوند غړیو د دغو مرستو په بدل کښې د جوبایډن د مهاجرت د سیاست د ښکاره سختولو غوښتنه کړي ده.

د امریکا سپینه ماڼۍ ، ناټو او اوکراین په ښه ډول پوهیږي که چیرې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نوامبر میاشتې په انتخاباتو کښې بریالی شي نو په زیات احتمال سره به له اوکراین سره مرستې بندې کړي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن مرستیالانو د ولسي جرګې کانګرس غړیو ته خبرداری ورکړی که چیرې کانګرس له اوکراین سره د نوي بودجې له  بیلولو سره موافقت ونکړي روسیه ممکنه ده چې په څو اوونیو او یا څو میاشتو کښې په جنګ کښې بریالۍ شي.

له اوکراین سره د مرستو لپاره د امریکا د هڅو په څنګ کښې د فرانسې دفاع وزیر «سباستین لکورنو» په تیرې جمعې ورځې اعتراف کړی و چې د فرانسې ځینو ښاریزو د جنګ لپاره د اوکراین په پوځ کښې د شاملیدا لپاره نومونه لیکلي دي.

د روسیې پوځ هم ویلي وو چې په خارکیف سیمې باندې په دقیقې حملې کښې څه د پاسه شپيته خارجي جنګیالي وژل شوي وو چې اکثره یې د فرانسې ښاریز وو.

امریکا له ټولې دنیا څخه ګڼ شمیر ټروریسټان اوکراین ته استولي دي چې هلته د روسیې پرضد جنګ وکړي.