امریکا د اسرائیلو د نورو مرستو غوښتنه رد کړه
رشیا ټوډې ټيلي ويژ راپور ورکړ د امریکا سپیڼې ماڼۍ له صهیونیسټ رژیم سره د اولس اعشاریه شپږ میلیارډه ډالرو د مرستې د کولو او په عین حال کښې له مالي او پوځي مرستو د اوکراین د مستثنی کولو لایحه رد کړه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې «کارین ژان پیر» د ملي امنیت موافقې ته د رسیدا لپاره چې د سرحدونو امنیت تامینوي او د اوکراین او د اسرائیلو د خلکو ملاتړ کوي د مشرانو جرګې سینا له یوشمیر سناتورانو سره د امریکا د حکومت ملګرتیا ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د امنیت د ساتلو او د تامینولو له ضرورت سره سره دغه چاره باید په یوې سیاسي لوبې باندې بدله نشي.
د سپینې ماڼۍ د ویاندې دغه څرګندونې وروسته له دې شوي دي چې د امریکا د ولسي جرګي مشر «مایک جانسون» یو قانون مطرح کړ چې پراساس یې اوکراین ته د مرستې له بیلولو پرته د فلسطین د غزې د جنګ د لګښت د یوې برخې په توګه له اسرائیلو سره د اولس اعشاریه شپږ میلیارډه ډالرو په ارزښت نوي پوځي مرسته وړاندیز شوي او هیله کیدله په څو ورځو کښې دغه مرسته تصویب شي.
مایک جانسون په یوه لیک کښې چې په تیرې شنبې ورځ په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن او ډیموکراټ ګوندو استازیو ته واستول شو له اسرائیلو او اوکراین سره د مالي مرستو په ارتباط خبرو کښې د کانګرس د ریپبلیکن ګوند د اکثرو غړیو په نه خبرولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغوې (د مشرانو جرګې او د سپینې ماڼۍ) مرکچیان په غزې جنګ کښې له اسرائیلو سره د مرستې لپاره ضروري د عمل چټکتیا نلري.