Feb 18, 2024 05:31 Asia/Kabul
  • له پوتین څخه به د خپل خاوند غچ واخلم

د مړه شوي روسیي سیاستوال او د پوتین سرسخت مخالف الکسي ناولني مېرمن یولیا ناولني وايي، له پوتین سره به د خپل خاوند د مړینې حساب وکړي.

ناولني تېره ورځ د روسیې په یوه زندان کې ساه ورکړه.

د هغه مېرمنې ویلي، دا ورځ نږدې ده او دا به د ټولو هغو کارونو حساب له پوتین څخه واخلي، چې د دې له خاوند سره یې کړي دي.

بل لورته د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هرس ویلي، چې که دا مړینه تائید شي؛ نو دا به د پوتین د بې رحمۍ بله نښه وي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ کنفرانس کې د الکسي ناولني له مېرمنې سره په کتنه کې ویلي، چې د دې مړینې مسئولیت د روسیې په غاړه دی.

سره له دې، چې د هغه د مړینې خبر په خپلواک ډول نه دی تائید شوی؛ خو اروپايي ټولنې، د جرمني لومړي وزیر، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر او ګڼو نورو چارواکو د هغه مړینې ته غبرګون ښوودلی دی.

الکسي ناولني د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۱۷مه د مسکو په هوايي ډګر کې له جرمني څخه تر ستنېدو وروسته ونیول شو.

نوموړی هغه وخت له روسیې بهر د مشروطې ازادۍ له شرایطو د سرغړونې له کبله په دوه نیم کاله بند محکوم شو، خو د روسیې حکومت د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د سپکاوي او درغلۍ په تور په ۹ کاله بند محکوم کړ.

ناولني د نیول کېدو پر مهال ویلي وو، چې ښايي د روسیې حکومت یې مسموم کړي.

ټیګونه