امریکا باید اسرائیلو ته پیسې بندې کړي
Mar 03, 2024 09:45 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د مشرانو جرګې غړي سناتور بیرني سینډرز د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د واشنګټن لخوا د پیسو د بندولو غوښتنه وکړه.
د امریکا د مشرانو جرګې دغه غړي په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه پیغام کښې وویل د فلسطین په سلګونو زره ماشومان له لوږې سره مخامخ دي او همدا اوس دغه جنګ بند کړئ او د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو حکومت ته نورې پیسې مه ورکوئ.
د امریکا سناتور بیرني سینډرز د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو او له هغه د امریکا د ولسمشر جوبایډن په زیات ملاتړ سخته نیوکه کونکی دی.
ټیګونه