په ګوندي سیالیو کې د ټرمپ لومړنۍ ماتې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147106
د امریکا متحده ایالاتونو د راتلوونکې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ګوندي سیالیو په لړ کې ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل ماتې وخوړه او د هغه سیالې نیکي هیلي ترې بریا خپله کړه.
(last modified 2024-03-04T10:15:37+00:00 )
Mar 04, 2024 14:44 Asia/Kabul
  • په ګوندي سیالیو کې د ټرمپ لومړنۍ ماتې

د امریکا متحده ایالاتونو د راتلوونکې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ګوندي سیالیو په لړ کې ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل ماتې وخوړه او د هغه سیالې نیکي هیلي ترې بریا خپله کړه.

د ډونالډ ټرمپ او نیکي هیلي ترمنځ د جمهوري غوښتوونکي ګوند د غړو په توګه دغه ګوندي سیالۍ په واشګټن ډي سي کې ترسره شوې چې ټرمپ په کې له ماتې سره مخ شو.

نیکي هیلي چې د سوېلي کارولینا پخوانۍ والۍ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره وه، دا یې د ټرمپ پر وړاندې لومړۍ بریا ده.