جګړې ته مو چمتووالی ګړندی کړئ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد په لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو په یوه لویه اډه کې، له پوځ سره د لیدنې پر مهال د جګړې لپاره د چمتووالي د ډېرېدو امر کړی دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس(KCNA) پنجشنبه، د مارچ په اوومه» په خپل راپور کې د یادې پوځي اډې نوم او ځای نه دی په ډاګه کړی.
په راپور کې د اون له قوله ویل شوي: «پوځ باید په متحرک ډول، د اوسني وضعیت غوښتنو سره سم، د جګړې چمتووالي ګړندي کولو لپاره خپلې هڅې پیل کړي.»
الجزیرې خبري شبکې نن پنجشنبه د مارچ اوومه په یوه راپور کې ویلي، اون همداراز امر کړی چې پوځ باید د خپلو جنګي وړتیاوو لوړولو لپاره باید رښتیني پوځي تمرینات پیل کړي.
د شمالي کوریا مشر له دې پوځي اډې داسې مهال لیدنه کړې، چې د دوی سیال امریکا او سویلي کوریا خپلو کلنیو پوځي تمریناتو ته دوام ورکړی دی.
شمالي کوریا، د امریکا او سویلي کوریا ګډ پوځي تمرینات تل غندي او ویلي چې دغه تمرینات پر دوی د برید او د شمالي کوریا د وسلو د ازمایښتونو په ځواب کې کېږي.
شمالي کوریا روان کال پر پرمختللو پوځي تجهیزاتو د خپل پوځ د سمبالولو ترڅنګ، د توغندیو ازمویښت ته هم دوام ورکړی دی.