د جرمني نیمايي تاروس توغندي ویشتلو ته چمتو دي
د جرمني« ولټ» ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل دغه هیواد کابو شپږ سوه تاروس توغندي لري خو دقیق شمیر یې پټ ساتل شوی دی.
دغه راپور زیاتوي د جرمني له شپږ سوه تاروس توغتدیو څخه نیمايي په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې له فني نوي کیدا وروسته استفادې ته چمتو دي او د نورو توغندیو د لاینسسونو نیټه ختمه شوي ده.
له بلې خوا اسپوتنیک خبري اژانس مخکې په تاروس لرواټنه توغندیو سره په کریمه پل باندې د احتمالي حملې په هکله د جرمني د پوځ د څلورو افسرانو د خبرو اترو متن خپور کړی و.
له دغه خبرې ایشوا کیدا وروسته وو چې د جرمني صدراعظم« اولاف شولټز» اوکراین ته د تاروس توغندیو د استولو احتمال رد کړ او ویې ویل د جرمني حکومت د پوځ د څلورو افسرانو په ایشوا شویو خبرو باندې د غور کولو په حال کښې دی.
له اوکراین سره د جرمني په شمول امریکا، بریتانیا ، فرانسه او نور ډیر اروپايي هیوادونه د وسلو ، د تجهیزاتو او د ځواکونو د استولو مرسته کوي.