Mar 13, 2024 12:14 Asia/Kabul
  • د روسیې ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا او لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې روسیه په تکنیکي ډول اټومي جنګ کولو ته تیاره ده.

هغه وویل که چیرې امریکا اوکراین ته خپل پوځيان واستوي نو هغه به د جنګ زیاتول وګڼل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې له پینځلسمې څخه تر اولسمې نیټې پورې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې په یو لړ څرګندونو کښې وویل چې په اوکراین کښې د اټومي وسلو د کارولو هیڅ ضرورت نه وینم.

د روسیې رسنیو له ولسمشر پوتین څخه پوښتنه وکړه چې ایا ماسکو په حقیقي ډول د اټومي جنګ لپاره چمتو دی؟

نو په ځواب کښې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل  له پوځي او تکنیکي لحاظه مونږ د اټومي جنګ لپاره تیار یوو او زیاته یې کړه امریکا پوهیږي که چیرې خپل پوځيان په روسیې یا اوکراین کښې دیره کړي نو  ماسکو به دغه کار لاسوهنه وګڼي.

ولادیمیر پوتین وویل چې په امریکا کښې د روسیې او د امریکا د اړیکو کافي ماهرین شته نو ځکه خو زه فکر نه کوم چې دا ټول شیان د اټومي جنګ په لور روان دي خو مونږ اټومي جګړې ته چمتو یوو.

هغه وویل که چیرې د روسیې موجودیت ته خطر پیښ شي نو ماسکو د اټومي وسلو  استعمالولو ته تیار دی او زیاته یې کړه مونږ د خبرو لپاره تیار یوو یوازې په داسې بڼه کښې چې خبرې د حقیقت پراساس وي.

 

ټیګونه