چین، روسیه او ایران امریکايي نړیوال نظم ننګوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147592-چین_روسیه_او_ایران_امریکايي_نړیوال_نظم_ننګوي
پارس ټوډې – د امریکا د استخباراتي ادارو مشرانو په یوه راپور کې د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه او چین په نړۍ کې د امریکا د تسلط منتقدین بللي دي.
(last modified 2024-03-13T06:24:40+00:00 )
Mar 13, 2024 09:43 Asia/Kabul
  • چین، روسیه او ایران امریکايي نړیوال نظم ننګوي

پارس ټوډې – د امریکا د استخباراتي ادارو مشرانو په یوه راپور کې د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه او چین په نړۍ کې د امریکا د تسلط منتقدین بللي دي.

په دغه راپور کې چې د امریکې د استخباراتي او امنیتي بنسټونو د مشرانو له قوله د دغه هېواد په کانګرس کې خپور شو، ویل شوي چې امریکا د سترو قدرتونو د سیالۍ، د نړیوالو ننګونو او سیمه ایزو شخړو له امله تر فشار لاندې ده.

په دغه راپور کې د امریکې د استخباراتي ادارو مشرانو د دې په بیان سره چې امریکا له نړیوال کمزوري نظم سره مخامخ ده، زیاته کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه او چین، د نړیوال نظم اوږدمهاله اصول او  همدارنګه د ګواښونو په ارزونه کې د امریکا لومړیتوب له خنډونو سره مخ کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا په خپلو لوړو اسنادو کې، له نورو نړیوالو قدرتونو ایران، چین او روسیې سره د دښمنۍ ادعا کړې ده.

واشنګټن په دې اړه وېره لري چې چین به له روسیې او ایران سره په ګډه، د آزاد نړیوال نظم چې غربي نړۍ یې بنسټګره  او د بقا ملاتړې ده، له خنډ سره مخ کړي او په نړیوال نظم کې به د لوېدیځ د پیړیو پیړیو واکمني، کمزورې کړي.

له همدې امله، واشنګټن تل په خپلو لوړو اسنادو او کلنیو راپورونو کې، د خپلو نړیوالو او سیمه ایزو سیالانو لکه چین، روسیې او ایران پر وړاندې یرغلیزه تګلاره غوره کړې، پرته له دې چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې د کړکېچ په رامنځته کولو کې خپل رول او همدارنګه د خپلو سیالانو پر وړاندې دښمنانه اقداماتو ته اشاره وکړي.