ایټالیا ته نږدې ۶۰ تنه کډوال په اوبو کې ډوب شوي
Mar 15, 2024 13:00 Asia/Kabul
ایټالیا ته نږدې په مدیترانې سمندرګي کې پرون د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله، ۶۰ تنه لیبیايي پناه غوښتونکي مړه شوي.
په دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي کسان وايي چې د بېړۍ انجن یې درې ورځې وړاندې په اوبو کې خراب شوی وو او دوی وږي تږي په اوبو کې سرګردانه وو.
دغو کډوالو غوښتل چې له لیبیا څخه اروپا ته ځان ورسوي، خو د ایټالیا سیسلي ټاپو ته نږدې یې بېړۍ له خرابېدو وروسته ډوبه شوه.
ژغورونکي د ۲۵ تنو په ژغورلو بریالي شوي دي.