Mar 16, 2024 06:30 Asia/Kabul
  • ایران باید روسیې ته توغندي ورنکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اوه ډلې پرون په یوې بیانیې کښې له ایران څخه وغوښتل روسیې ته بلاسټیک توغندي او اړونده ټیکنالوژۍ ورنکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې ایران او روسیې په ځلونو د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره د وسلو د هرډول لیږد رالیږد ادعا په کلکه رد کړي ده.

د اوه ډلې هیوادونو په بیانیې کښې ادعا شوي ده چې دغه ډله په سخته روسیې ته د بلاسټیک توغندیو او هغو ته د اړونده ټیکنالوژۍ د انتقالولو لپاره د ایران په احتمالې فیصلې اندیښمنه ده.

اوه ډلې په دوام کښې وویل مونږ له ایران څخه غواړو دغه کار ونکړي ځکه چې دغه چاره د سیمې بې ثباتۍ زیاتوي او هغه په اوکراین کښې د روسیې له جنګ څخه د ایران د مادي ملاتړ د اساسي زیاتیدا ښودنه کوي.

دغه راز په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ وویل له دې سره  سره چې د بلاسټیک توغندیو د خرڅولو لپاره هیڅ محدودیت نشته ایران له اخلاقي نظره ژمن دی چې جنګ ته د لمن د وهلو د مخنیوي لپاره د روسیې او د اوکراین په جنګ کښې له وسله والو معاملو ډډه وکړي او دغه کار د ملګروملتونو منشور او نړیوالو قوانینو ته د ایران د پاې بندۍ پراساس دی.

 د بریتانیا رویټرز خبري اژانس څو ورځې مخکې په یوه راپور کښې ادعا  کړي وه چې ایران له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي ګڼ شمیر قدرتمن توغندي روسیې ته ورکړي دي او دا په داسې حال کښې ده چې امریکا تراوسه نه ده تائید کړي چې ایران روسیې ته بلاسټیک توغندي استولي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د سټراټيژیکو ارتباطاتو غږملونکي جان کربي په تیرې پنجشنبې ورځ ویلي وو د روسیې له بې رحمانه جنګ څخه د ایران دومداره ملاتړ ته په ځواب کښې به په راتلونکو  ورځو کښې د ایران پرضد نورو بایکاټونه هم ولګوو او په روسیې باندې د ایران د بلاسټیک توغندیو د خرڅولو په بڼه  کښې چمتو یوو له دې مخکې هم لاړ شو.

 

ټیګونه