اوکراین ته د ناټو د پوځيانو استول تاوتریخوالی زیاتوي
(last modified Wed, 20 Mar 2024 08:13:53 GMT )
Mar 20, 2024 12:43 Asia/Kabul
  • اوکراین ته د ناټو د پوځيانو استول تاوتریخوالی زیاتوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني خبرداری ورکړ چې اوکراین ته د ناټو د ځواکونو استول د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب ګرځي او باید د دغه حالت مخنیوی وشي.

هغې بیګا د ایټالیا پارلمان ته وویل په اوکراین کښې د احتمالي نیغ په نیغه لاسوهنې لپاره د فرانسې د نوښت په هکله زمونږ دریځ روښانه دی او زه یوځل بیا دغه خبره تکراروم چې مونږ د دغه فرضیې چې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب کیږي ملاتړ نه کوو او  باید په ټولو اوزارونو سره د تاوتریخوالو د زیاتیدا مخه ونیسو.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون څه موده مخکې د یوې غونډې له کوربه توب وروسته چې په پاریس کښې د شلو هیوادونو د لوړرتبه چارواکو او مشرانو په ګډون سره شوي وه وویل حاضردمه د جنګ میدان ته د پوځیانو د استولو لپاره یوشان نظر نشته.

هغه وویل خو هیڅ احتمال نشو ردولای  او مونږ چې هر کار ضروري وو ترسره کوو چې روسیه بریالۍ نشي.

له بلې خوا د فرانسې خارجه وزیر اسټیفان سژورنه وویل له اوکراین څخه زمونږ د اوږدې مودې د ملاتړ د احتمال په هکله شک شته.

د فرانسې دفاع وزیر سباستین لکورنو هم وویل چې حاضردمه اوکراین ته د پوځي ځواکونو د استولو لپاره هیڅ پلان نشته.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم د فرانسې د ولسمشر مکرون  د څرګندونو په هکله وویل تر هغه وخته چې اوکراین مقاومت کوي د فرانسې پوځ کولای شي د فرانسې په قلمرو کښې پاتې شي.

د انګلستان د سلواکیا ، د رومانیا او د ایټالیا په شمول بیلابیلو هیوادونو اوکراین ته د ناټو د عسکرو استول رد کړي دي.