Mar 23, 2024 06:14 Asia/Kabul
  • د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو لپاره د څلورو اروپایي هیوادونو موافقه

د هسپانیې هېواد چارواکي، له درې نورو اروپايي هېوادونو سره د فلسطین دولت په رسمیت پيژندلو په موخه هوکړې ته رسیدلي یو.

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر پدرو سانچز ویلي، موږ د آیرلینډ، مالټا او سلوانیا له مشرانو سره د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو په اړه د لومړنیو ګامونو د اخیستو په اړه موافقې ته رسېدلي یو.

 نوموړي زیاته کړې، د اسپانیا په اوسنۍ مقننه دوره کې د فلسطین په رسمیت پېژندنه تېر کال پیل شوه او په څلور کلن بهیر کې به ترسره شي.

د هغه په وینا د ایرلنډ، مالتا او سلوانیا له مشرانو سره د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو هوکړه شوې ده.

 

ټیګونه