Mar 23, 2024 06:40 Asia/Kabul
  • روسيې او چین د غزې په اړه د امریکا طرحه ویټو کړه

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د اوربند په اړه د امریکا له لورې وړاندې شوې طرحه د روسیې او چین له لورې ویټو شوه.

بي بي ویب پآڼې د را پورونو له مخې؛ د امریکا له لوري وړاندې شوې طرحې ته ۱۱ مثبتې، درې منفي او یوه سپينه رایه ورکړل شوه.

الجزایر د طرحې پر ضد او ګیانا سپينه رایه ورکړه.

روسيې دا طرحه "منافقانه تماشه" وبلله

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسيلي نيوينزيا ان تر رایې ورکولو لا له وړاندې د امریکا طرحې پر ضد د روسيې دريځ په ډاګه کړ.

هغه وویل چې امریکا ګواکې په غزه کې د اسرائيلو د کړنو د مخنيوي لپاره هېڅ نه کوي.

ښاغلي نيوينزیا زیاته کړه، واشګنټن یا طرحه وروسته له هغې وړاندې کوي چې غزه په بشپړ ډول د ځمکې له مخه پاکه کړل شوې ده" او په وینا یې، "موږ یوازې یوه منافقانه تماشه ګورو"

د روسيې دغه استازي همدا راز وویل چې په "مسوده کې ان د اسرئيلو جرمونه هېڅ ارزول شوي نه دي چې دا هغوی ته د معافیت ورکولو په معنا ده"

د اوربند لپاره د تازه هڅو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې تر مصر وروسته د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر سره په اسرائیلو کې ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سفر موخه دا ده چې په غزه کې سملاسي اوربند وشي او د حماس غورځنګ لخوا د صهیونیسټ رژیم نیول شوي کسانو ازادیدو ته لاره هواره کړي.

په همدې موخه واشنګټن د اوربند او د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره طرحه چمتو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړې وه.

د یادونې وړده چې د صهیونیسټ رژیم له لورې په تیرو پنځه میاشتو کې شاوخوا ۳۲ زره فلسطیني وګړي شهیدان شوي.

دغه راز په غزه کې د لوږې او خوار ځواکۍ له امله هم هره ورځ په لسګونه ماشومان او میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 

ټیګونه