Mar 24, 2024 05:19 Asia/Kabul
  • په روسیه کې ماتم او  د وژل شویو شمېر هم ۱۳۳ کسانو ته ورسېد

د راپورونو په حواله، د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه په یوه مرکزي تالار کې د داعش ډلې د برید له امله، د وژل شویو شمېر ۱۳۳ کسانو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن یکشنبه په ټول هېواد کې د دې پېښې له امله ویر اعلان کړی دی‌.

نوموړي یادونه کړې، وړاندې له دې چې بریدګر له پولې اوکراین ته وتښتي، نیول شوي دي.

هغه دا برید «ترهګریزه کړنه» بللې او ګواښ یې کړی چې هغو کسانو ته به سزا ورکړي، چې د دغه برید ترشا دي.

بلخوا، د اوکراین د پوځي اطلاعاتو سازمان ویاند اندري یوسف رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې هېواد یې په پروني برید کې لاس نه لري.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او اروپايي ټولنې په ګډون، ګڼو هېوادونو د دغه برید غندنه کړې ده.

ټیګونه