Mar 25, 2024 07:50 Asia/Kabul
  • ګوترش په غزه کښې زرترزره د اوربند غوښتنه کړې

د ملګرو ملتو سرمنشي یوځل بیا په غزې تړانګې باندې د اسرائيلو د پوځ د بریدونو د بندیدو او په دغې سیمې کښې سمدستي او اوربند د ټینګیدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو سرمنشي یوځل بیا په غزې تړانګې باندې د اسرائيلو د پوځ د بریدونو د بندیدو او په دغې سیمې کښې سمدستي او اوربند د ټینګیدو غوښتنه وکړه.

د صهیونیسټي رژیم پوځ د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې  حملو ته دوام ورکړی دی چې له امله یې تر اوسه له ۳۲ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان او  څه باندې ۷۴ زره نور ژوبل شوي دي. او د نړیوالې ټولنې له پراخو غندنو او مخالفتونو سره سره دغه رژیم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د مهر خبری آژانس د خبر له مخې: د ملګرو ملتو سرمنشی«انتونیو ګوتیریش» د غزې او مصر تر منځ د رفح له پولې څخه په لیدنه کې په دې خبرې سره چې  د اسرائیلو د پوځ له خوا هرډول برید به  د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو او د ټولې سیمې وضعیت لا زیانمن  او خراب کړي، وویل:  له بل هر وخته ډیر، اوس د اوربند وخت رارسیدلی دی.

انتونیو ګوترش غزې ته د انساني مرستو له رسیدو څخه د صهیونیسټي رژیم مخنیوی «اخلاقي رسوايي» وبلله او زیاته یې کړه: غزې ته مرستې باید بې له هیڅ ډول محدودیت او مخینوي، واستول شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي څرګنده کړه: ویره او لوږه د غزې تړانګې خلک ځوروي.

 

 

 

ټیګونه