Apr 15, 2024 15:11 Asia/Kabul
  • له اسلامه ویرونه،له یهود دښمنۍسره د مبارزې لپاره د اروبا سپيره سټراټژي

پارس ټوډې – یهود ضده بهیراو له اسلامه ویرونه ، دیوې سِکې دوه اړخونه دي او دا چېاروپائي رهبران له یهودي ضده بهیر سرهپه یوې صوري مبارزې کېاسرائیلد څه دپاسه ۳۴ زرهفلسطینیانوپه وژلو کې په حق ګڼي، کوم شی نه دی، د نوکمپالنې په ضد په مبارزې کېله ترټولو وروستي انحراف پرته .

له اسلامه ویرونه اویهودي ضده دښمني ، د اروپا د سپین پوستي توکمپه تصّور کې د دوو غبرګو وروڼو په معنا دي.له تاریخي پلوه ،په اروپا کې د یوې مسیحياو سپينې لوئې وچېدرلودل ، له اروپا څخه د یهودیانو او مسلمانانوشړلو ته پابنده دي.

له ۱۰۴۸کاله وروسته اسراییلو ته د یهودیانو اجباری مهاجرت

 

آیا صهیونیزم ضده کړچار یهودیت دښمني ده ؟

په ۲۰۱۹ کال کې د جرمني د ډيرو ګوندونو له خوا یو پریکړه لیک تصویب شو چې د اسرائیلو د جنایتونو په دلیل ددغه رژيم بایکاټ او د پانګې سلبول(BDS) په نامې سره    د بایکاټ مشهور غورځنګ ، د یوهدضده اقدام په توګه محکوموي.

البته له دې مخکې ، یو بل مهم اقدام همترسره شوی ؤ او هغه له یهودیّت ضده بهیر څخه د (IHRA) هولوکاسټ  د یادګار  نړیوال اتحاد  د تعریف منل او تائيدول  وو.

د IHRA  د تعریف په اساس  په اسرائيلو هرډول نیوکه ، یهود دښمني ګڼل کیږي او نتیجه ئې   په امریکا او اروپا کې د صهیونزم او  اسرائيلو په باب  د هر  ډول نیوکه کونکو څرګندونو، سوله ایزو  اعتراضونوله ځپلوپرته  بله هیڅ نه دي

د تیر کال د اکتوبر له اومې پیښې وروسته له ؛ یهود دښمنۍ سره مبارزه؛

د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې له پيښو وروسته د اروپائي کمیشنله خبرداری سره سره ، په دغه براعظم کې رسندوئي خبرونه،له اسلامه ویرونه اود یهودیت دښمنۍد پيښو د زیاتیدا ښودنه وه. په عین حال کېپه داسې حال کې چې ډیری اروپائي هیوادونوپه صهیونیسټانوباندې د حملې په خاطرپر حماس نیوکې کړي دي ، له دې سره په یووختداسرائیلوپه وسیله په غزې کې دم عامو فلسطینیانوعامې وژنې تائيدوي.

په داسې حال کې چېاروپائي حکومتونو د پيوستون په نښه ،خپلې ملی او حکومتي ودانۍپه اسرائیلي بیرغ سره ښکلي کوي، دا فلسطینی بیرغ دی چېدخلکو په وسیله داروپائي ښارونو په واټونو کې رپوَل کیږي ، خو د فلسطین دملاتړود لاریونونواو اعتراضونوچغېددې په ځاي چېد واکوالانو او هغو کسانو غوږونو تهورسیږي، چېد همدغو خلکو په رایو سره قدرت ته رسیدلي دي ، په ممنوعیت ، ځپنې او سپکاویو سرهمخامخ کیږي.

په بروکسل کې د اروپائي پارلیمان ودانۍ او د اسراییلو بیرغ

 

په داسې حال کې چې د اروپا سیاسی چارواکي د ۱۴۰۰ وژل شوو کسانو او د فلسطینیانوپه حملو کې د نورو بندي کیدالمانځي،خو په عینحال کېپه غزې او لویدیځي غاړې کې د څه دپاسه ۳۳ زره عامو کسانو چې زیاتره ئې ښځې او ماشوماندي،سترګې پټوي،اوله دې لا بدتر دا چېله فلسطینیانو سرهخواخوږيجرم ګڼل کیږي.د ؛آډنیا شبليپه څير فلسطینی لیکوالاند فرانکفرټ کتاب په مشهور نندارتون کې نه دعوت کیږي ،دانور الغازي په څير د فټبال لوبغاړیپه ټولنیزورسندویو کې د فلسطین په ملاتړ کې د پسټونو په دلیلځنډول کیږي.

 د فرانسې خارجه وزیر جرالډ ډرمانین

 

د فرانسې د کورنیو چارو وزیرجرالډ ډرمانیّن په څيراسلام مخالفه اروپائي سیاستوالان چې له دې مخکې ئېهڅه کړې وه ، د فلسطین دملاتړواو د فلسطین د پلوي غیر حکومتي اورګانونو اوتنظیمونو مظاهرې غیر قانوني کوي. همدارازئې ډنډورې وهلي څوله فلسطینه په ملاتړ کې هرډولاعراضیه لاریون په عمومی نظم کې د خار پاراچولو په چټي دلیل ممنوع کوي او حتی د هغو بهرنیو ښاریزو د ویستلوګواښونه هم کوي، چې په دغو لاریونونو کې ګډون کوي.

Image Caption

 

نهایت دا چې د اروپا سیاسی شخصیّتونه نړیوالې ټولنې ته غمیزه رامینځةکونکي سیګنلونه لیږي: د فلسطینیانو ژوند د اسرائيلیانوله ژونده ډير کم او سپک دی. داسې ښکاري ، هغه اصلی درس چې اروپائي مشرانو له هولوکاسټه زده کړی دی،دا دی چې په هولوکاسټ مشهور شعار به نور بیا هیڅکله تکرار نشي ، یوازې او یوازې داسې ښعار  چې  د یهودیانو لپاره کارندوالی لري او نه پر مځکې د نورو هیڅ یوه انسان لپاره.

 

ټیګونه