امریکائي پوځي چارواکو د یمن په پوځي پرمختګ  اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i148872-امریکائي_پوځي_چارواکو_د_یمن_په_پوځي_پرمختګ_اعتراف_وکړ
د امریکا یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ووئيل، د یمن وسلوال پوځ داسې وسلې لري چې په مدیترانې سمندر کې  ټارګټونه په نښه کولی شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 23, 2024 09:26 Asia/Kabul
  •  امریکائي پوځي چارواکو د یمن په پوځي پرمختګ  اعتراف وکړ

د امریکا یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ووئيل، د یمن وسلوال پوځ داسې وسلې لري چې په مدیترانې سمندر کې  ټارګټونه په نښه کولی شي.

بلومبرګ خبری آژانس  راپور ورکړی،دغه  امریکائي پوځي چارواکي چې غوښتل نامه ئې ایشوا نشي،  دې ته په اشارې سره چې  تر اوسه پورې په مدیترانې سمندر کې د یمن  دپوځ له خوا  هیڅ یوه حمله پيژندل شوې  نه ده ووئيل؛ دامریکا حکومت اندیښمن دی چې  یمن ددې وړتیا هم  ولرل شي چې پر کشتیو خپلې حملې له سرۀسمندر او عدن خلیجه  مدیترانې  سمندر ته هم پراخې  کړي.

دغه امریکائي چارواکي روښانه کړې ده، د یمن وسلوال ځواک ځینو پرمختللو وسلو ته لاس رسی لري او د دوی په وسیله د کشتۍ ضده بالسټیک  توغنديو ځاي په ځاي کیدا بې  مخینې دي.

  د یمن وسلوال ځواک په تیرو میاشتو کې د غزې  دمظلومو خلکو په ملاتړ کې د صهیونیسټ رژیم  په لور تګ ر اتګ کونکي بار ددغه رژيم  او نورو هیوادونو تلونکي څ و کشتۍ په هند سمندرګي ، سرۀسمندر او بابا المندب  کې  په نښه کړي دي.

د یمن پوځ ژمن شوی دی تر څو چې وحشي صهیونیسټي رژيم  په غزې تړانګې   خپلې حملې او ددغې سیمې د خلکو عامه وژله ونه دروي، نیواکي ټاټوبو ته تلونکي راتلونکي ټوله کشتۍ به د د وي په شیشت کې وي  او خپلو دغو عملیاتو ته به دوام ورکړي.