د ایران د حکومت ستني پیاوړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i148908
د روسیې ای ار ټي خبري اژانس راپور راکړی د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ملګرو شهادت ته په غبرګون کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې د بدلون تمه نشته ځکه چې د ایران واکمنۍ مستحکمه او باثباته ده.
(last modified 2024-05-25T07:55:15+00:00 )
May 25, 2024 12:21 Asia/Kabul
  • د ایران د حکومت ستني پیاوړي دي

د روسیې ای ار ټي خبري اژانس راپور راکړی د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ملګرو شهادت ته په غبرګون کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې د بدلون تمه نشته ځکه چې د ایران واکمنۍ مستحکمه او باثباته ده.

هغه په یوې وینا کښې دې ته په اشارې سره  چې زه ډاډ لرم  ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له شهادته وروسته په خارجي سیاست کښې اوسنۍ لارې ته دوام ورکړي وویل له دغه دردونکي پیښې وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت په خارجي سیاست کښې د بدلون هیله نشو لرلی ځکه چې د ایران د حکومت ارکان پایداره ، مستحکم او کاملا د اعتماد وړ دي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پویتن د بیلاروس او د روسیې د خبرو له ختمیدا وروسته د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې په دې خبرې سره چې د ایران خارجي سیاست په دغه هیواد کښې یوه حاکمیتي چاره ده وویل ایران یو ستر سیمه ئیز هیواد دی چې په نړیوالو مسائیلو کښې ښکاره رول لري.