اسرائیل له مینځه په تلو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i149202-اسرائیل_له_مینځه_په_تلو_دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: طوفان الاقصی عملیاتو د صهیونیسټي رژیم اساسي کمزوري په ډاګه کړه او د دغه رژیم د نابودۍ سریزه شوه.
(last modified 2024-06-07T23:41:57+00:00 )
Jun 08, 2024 04:10 Asia/Kabul
  • اسرائیل له مینځه په تلو دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: طوفان الاقصی عملیاتو د صهیونیسټي رژیم اساسي کمزوري په ډاګه کړه او د دغه رژیم د نابودۍ سریزه شوه.

د تهران ښار د جمعې لمانځه خطیب حجت‌الاسلام «کاظم صدیقي» د طوفان الاقصی عملیاتو د مختلفو اړخونو په تشریح او د صهیونیسټي رژيم د مینځ تشې دبدبې او له ځینو هیوادونو سره د اسرائیلو د اړیکو د ښه کولو د طرحې په ماتې یې اغیزې ته په اشارې سره وویل: طوفان الاقصی د اړیکو د عادي کولو پلان بیخي له مینځه یوړه او دوباره د سمیدو یې هم پرې نښوده.

حجت الاسلام صدیقي زیاته کړه: طوفان الاقصی د لویدیځ لیبرل ډیموکراسۍ او د هغه ناروا بچي یعني صهیونیسټي رژیم ته داسې نه جبیره کیدونکی تاوان ورسوه چې د لویدیځو شناندو په وینا، صهیونیسټي رژيم نن سبا په ویلي کیدو او ختمیدو دی.

د تهران د جمعې د لمانځه موقته خطیب د امام خمیني(رح) سپارښتنو ته په اشارې سره وویل: امام خمیني د فلسطین مسئله او له اسرائیلو سره د مبارزې خبره د اسلامي نړۍ په سترې مسئلې بدله کړه.

هغه د صهیونیسټي رژیم خلاف د ایران د «وعده صادق» په نامه خبردارونکو عملیاتو ته په هم اشاره وکړه او همغه یې د امام خمیني او د اسلامي انقلاب د اولادونو او د وخت پیژوندونکو پاسدارانو یو شاهکار وباله چې یې یو دفاعي حرکت په یرغلیز حرکت بدل کړ.

حجت الاسلام صدیقي د خطبو په دوام کښې، د ایران راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو او په دې لړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سپارښتنو ته په اشارې سره وویل: د شهید ولسمشر سید ابراهیم رئیسي لاره باید دوام ولري.