د ناټو د غړو هېوادونو غوښتنې ته د روسیې غبرګون
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان د ټولو غړو له خوا اوکراین ته د وسلو د استولو د اجباري کولو غوښتنه کړې ده، ویلي چې: د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په واک کې د پاتې کیدو لپاره په اروپا کې زیاتو وینو بهیدو ته دوام ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان د ټولو غړو له خوا اوکراین ته د وسلو د استولو د اجباري کولو غوښتنه کړې ده، ویلي چې: د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په واک کې د پاتې کیدو لپاره په اروپا کې زیاتو وینو بهیدو ته دوام ورکوي.
ماریا زاخارووا دا مهمه پوښتنه راپورته کړه چې ایا د اروپايي اتحادیې هېوادونه په دې پوه شوي چې واشنګټن دوی د ناټو تر بیرغ لاندې له روسیې سره په مستقیمه جنګ کې ښکیلوي؟
هغې د ناټو عمومي منشي هغه پروګرام ته په اشارې سره له چې له مخې؛ د ناټو ټول غړي اوکراین ته د وسلو په لیږد مکلف کیږي، وویل: لویدیځ هېوادونه د خپل عادت له مخې د لویدیځ په وړاندې د روسیې د احتمالي تیري په اړه د غلطو ادعاګانو سره عامه افکار پیاوړي کوي.
دا چاره ځکه ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اړتیا لري چې په واک کې د پاتې کېدو په موخه په اروپا کې د جګړې او وینې تویولو په شدت سره د خپل هېواد حکومت او اقتصاد له سقوط څخه وژغوري.
د مسکو دغه دریځ د امریکا له لوري دوو خطرناکو مسایلو ته اشاره کوي، لومړی دا چې داسې بریښي چې جوبایډن او د امریکا دیموکرات ګوند هڅه کوي چې په اوکراین او غزې کې د بل شوې اور، دسیسو او خپلې ناکامۍ پټې کړې.
په داسې حال کې چې صهیونیسټ رژیم د سپینې ماڼۍ په ملاتړ سره په غزه کې د خپلو جنایتونو له امله په راتلوونکې ولسمشریزو ټاکنو کې بایډن ته سخت ګواز ورکړ، نوموړی هڅه کوي چې د روسیې او اروپا ترمنځ کړکیچ ته لمن ووهي.
دوهم، د اوکراین په جبهه کې، بایډن په هوښیارۍ سره هڅه کوي چې ناټو اوکراین ته د وسلو د لیږلو د محور په توګه ښکیل کړي ترڅو د لویدیځ عامه افکارو ته د منلو وړ شي چې روسیه په حقیقي ډول د اروپایي هېوادونو ملي امنیت ته یو جدي ګواښ دی.
د نړیوالو مسایلو کارپوه حسین عباسي وايي:
«امريکا په دې باور ده چې بايد د ناټو د ژبې له لارې اروپايي هېوادونو ته خپلې خبرې او غوښتنې وړاندې کړي، چې د روسیې په اړه د دوی ګواښونکي ادعاوې د باور وړ دي او مخالفین باید دا ونه وايي چې دا د واشنګټن غوښتنه ده ترڅو په دې موضوع کې د مخالف دریځ مخنیوی وشي."
البته امریکا په خپل وار سره هڅه کوي چې پر روسیې د یو لړ بندیزونو په لګولو سره د روسیې او اوکراین مسله د خبرونو په سر کې ځای پر ځای کړي، لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د وزارت د شتمنیو دفترOFAC د مسکو سټاک ایکسچینج هم په نښه کړی دی.
دغه وزارت پر روسیې د خپلو نویو بندیزونو په لګولو سره په روسیه، آسیا، لویدیځ آسیا، اروپا او افریقا کې 300 افراد او حقوقي ادارې په نښه کړي دي.
د دغو بندیزونو لګول په داسې حال کې دی چې د امریکې ولسمشر جوبایډن په غزه کې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او له روسیې سره په جنګ کې د اوکراین د ماتې په پلمه هڅه کوی له ناټو څخه د لویدیځ د پوځی دستګاه په توګه کار واخلی څو اروپایي هېوادونه د روسیې په جنګ کې شامل کړي.
امریکا د یادې چارې څخه موخه داده چې د روسیې د جګړې په ډګر کې د اوکراین د تش په نامه بریا له لارې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په ډګر کې خپل شرایط ښه کړي.
په داسې حال کې چې د نړۍ عامه افکار د امریکا له چلونو سره بلده شوې، خو داسې ښکاري چې د اروپا عامه افکار هم د امریکا له دسیسو سره لاس او ګریوان شوي او ناټو موافقه وکړه چې اروپا ته وسلې واستوي.