تحلیل | د عراق له کردستان سیمې د امریکا پوځي شاتګ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176002-تحلیل_د_عراق_له_کردستان_سیمې_د_امریکا_پوځي_شاتګ
پارس‌ ټوډی - د امریکا پوځ له عراق څخه د خپلو پاتې وروستیو ځواکونو پر ایستلو پیل کړی؛ هغه ځواکونه چې د عراق د کردستان سیمې د اربیل هوايي ډګر ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي. د «پاتریوت» دفاعي سیستمونه هم له دې سیمې ایستل شوي دي.
(last modified 2026-08-03T09:58:49+00:00 )
Aug 03, 2026 14:19 Asia/Kabul
  • تحلیل | د عراق له کردستان سیمې د امریکا پوځي شاتګ

پارس‌ ټوډی - د امریکا پوځ له عراق څخه د خپلو پاتې وروستیو ځواکونو پر ایستلو پیل کړی؛ هغه ځواکونه چې د عراق د کردستان سیمې د اربیل هوايي ډګر ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي. د «پاتریوت» دفاعي سیستمونه هم له دې سیمې ایستل شوي دي.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، له اربیل څخه د امریکايي ځواکونو ایستل، چې د «پاتریوت» دفاعي سیستمونو له ایستلو سره هممهاله دي، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره د سپټمبر له ۳۰مې ټاکل شوې نېټې سره هممهاله ترسره کېږي.

په ځانګړې توګه په دې سیمه کې د ایران د پراخو بریدونو په پام کې نیولو سره، د دې شاتګ د لاملونو او ابعادو درک ستراتیژیک اهمیت لري.

د دې شاتګ تر شا څو لاملونه شته:

۱. د عراق او امریکا د دوه‌اړخیز تړون پلي کول:

تر ټولو مهم او رسمي دلیل د هغه تړون پلي کول دي چې په ۲۰۲۴ کال کې د بغداد او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی و.

د دغه تړون له مخې، په عراق کې د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پای ته رسېږي او ځای به یې دوه‌اړخیزې امنیتي همکارۍ ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د عراق لومړي وزیر علي الزیدي د ۲۰۲۶ کال په جولای کې پر دې ضرب‌الاجل ټینګار کړی و.

ټرمپ د پوځي اړتیاوو کمېدو ته په اشارې ویلي وو چې امریکا نور په عراق کې د پوځي ځواکونو حضور اړین نه بولي او د دواړو هېوادونو اړیکې به تر ډېره پر اقتصادي محور ولاړې وي.

 

۲. د ایران د بریدونو فشار او د دفاعي سیستمونو زیانمنېدل:

که څه هم دغه وتل د تړون له مخې له مخکې پلان شوي وو، خو داسې ښکاري چې د عراق د کردستان په سیمه کې د کرد بېلتون‌پالو ډلو پر وړاندې د ایران د بریدونو شدت او همدارنګه د امریکايي تاسیساتو او ځواکونو په نښه کېدو د وتلو بهیر چټک کړی دی.

د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې، هغه مهال چې امریکا او صهیونیستي رژیم پر ایران پوځي تېری پیل کړ، د عراق د کردستان سیمه د نږدې زر توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځېدلې چې له امله یې د ترهګرو ډلو لسګونه غړي او لوېدیځ ځواکونه وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د ځینو راپورونو، په ځانګړې توګه د «پرس ټي‌وي» وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، پر اربیل د ایران دقیقو بریدونو د «پاتریوت» دفاعي سیستمونه ویجاړ کړي دي.

د «پاتریوت» سیستمونو مستقیم په نښه کېدل، چې د امریکا له تر ټولو ګرانو دفاعي سیستمونو څخه دي، یو مهم پوځي تحول بلل کېږي او ښيي چې دغو سیستمونو نه یوازې د امریکايي ځواکونو او پوځي تاسیساتو بشپړ امنیت نه دی تضمین کړی، بلکې خپله د ایران لپاره پر ستراتیژیک هدف بدل شوي دي.

دغه واقعیت د تجهیزاتو او ځواکونو د ایستلو په اړه د واشنګټن پر پرېکړه اغېز کړی دی.

 

۳. ستراتیژیکه بیاکتنه او نورو سیمو ته لومړیتوب ورکول:

د «پاتریوت» توغندیو د زېرمو د کمښت له امله ــ چې اټکل کېږي د ۲۰۲۶ کال تر اپرېل پورې ۵۵ سلنه زېرمه کمه شوې او په راتلونکو میاشتو کې ۱۰ سلنه نوره هم کمیږي،  ــ واشنګټن ښايي دې پایلې ته رسېدلی وي چې په اربیل کې د حریر هوايي اډې ساتنه د خلیج فارس له هېوادونو او اردن کې د خپلو اډو په پرتله لږ لومړیتوب لري.

یوه باخبره سرچینه په دې اړه ویلي: «د عراق کردستان سیمه لومړیتوب نه دی؛ بلکې خلیج فارس او اردن په څرګند ډول لومړیتوب لري

دا موضوع په سیمه کې د دفاعي سرچینو د وېش په برخه کې د امریکا د ستراتیژۍ د بیاکتنې ښکارندويي کوي.

له عراق څخه د امریکايي ځواکونو او «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستمونو وتل د دې سیمې هوايي امنیت په جدي ډول کمزوری کوي.

د «پاتریوت» سیستمونه او د بریتانیا «رپید سنتري» سیستمونه، چې شاوخوا ۷۵ سلنه توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه یې شنډول، له سیمې ایستل شوي او پر ځای یې یوازې محدود C-RAM سیستمونه پاتې شوي دي.

د دغو سیستمونو په نشتون کې، د عراق د کردستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو مرکزونه به د ایران د راتلونکو بریدونو پر وړاندې لا ډېر زیان‌من شي.

له عراق کردستان څخه د امریکا شاتګ د رسمي عواملو، یعنې له عراق حکومت سره د تړون، او واقعي عواملو، یعنې د ایران د پوځي فشار، د ګډ اغېز پایله ده.

که څه هم د وتلو لپاره د تړون چوکاټ موجود و، خو د ایران بې‌ساري بریدونو او د پرمختللو دفاعي سیستمونو زیان‌منېدو،  وښوده چې په دې سیمه کې د امریکا د پوځي حضور دوام له زیاتېدونکو لګښتونو او ستراتیژیکو خطرونو سره مل دی.

دا موضوع ښيي چې د امنیت د ترلاسه کولو لپاره پر امریکا تکیه تر کومه حده نازکه او بې‌ثباته کېدای شي.