په امریکا کې د کورنۍ جګړې احتمال شته
د "کاناډا د پالیسۍ لیدلوري" څیړنیز انسټیټیوټ په امریکا کې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او له اوټاوا څخه یې غوښتي چې د دې سناریو له پایلو سره د مقابلې لپاره چمتووالی ونیسي.
د "کاناډا د پالیسۍ لیدلوري" څیړنیز انسټیټیوټ په یوه ۳۷ مخیز راپور کې اعلان کړی، "که چېرې په متحده ایالاتو کې ایډیالوژیکي وېش پراخ او ډیموکراسي کمزورې شي، کورني تاوتریخوالی د دې توان لري چې امریکا په کورنۍ جګړه کې ډوب کړي." د پارس ټوډې مجلې د راپور له مخې، په دې څېړنه کې د امریکا لپاره نورې سناریوګانې هم وړاندیز شوې دي، لکه د سیمه ایزو بیولوژیکي وسلو خپرول او قحطي.
امریکایي خپرونه پولیټیکو دې راپور ته په اشارې سره لیکي:
دا د اندېښنې وړ خبره ده چې زموږ ګاونډی (کاناډا) له هغه ویره لري چې زموږ په کور کې به تاوتریخوالی پیښ شي! د کاناډایانو راپور ټکان ورکوونکی دی! دا د جمهوري غوښتونکي یا دیموکرات ګوند لخوا یو خیالي راپور نه دی، بلکې د یو بهرني او دوست حکومت له خوا دی چې په امریکایي ټولنه کې د ملي وېش پایلو ته پام کوي.
پولیټیکو په دوام کې پوښتي چې د امریکا او کاناډا خلک باید دا راپور څومره جدي ونیسي؟ دا راپور د ناورین پیښو په اړه د سلګونه کارپوهانو او حکومتي چارواکو نظرونه چې کاناډا ممکن د هغه لپاره چمتو کېدو ته اړتیا ولري، ترڅېړني لاندې راوستي دي.
بیا یې سناریوګانې د رامنځته کېدو احتمال، د دوی د پېښېدو سرعت، او د ګډوډۍ رامنځته کولو د کچې په اساس درجه بندي کړې دي.
له څو میاشتو راهیسې امنیتي او غربي بنسټونه په ځانګړې توګه په امریکا کې کورني بنسټونه، په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه خبرداری ورکوي.
شواهد ښیې چې امریکا له"کورنۍ سړې جګړې" څخه د "کورنۍ ګرمې جګړې" په لور روانه ده. "کورنۍ سړه جګړه" کلونه وړاندې، حتی مخکې له دې چې ټرمپ د 2017 په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته ننوځي پیل شوه، کله چې د امریکا محافظه کارانو او لیبرالانو سیاسي زغم پریښود او د امریکا له سیاسي صحنې څخه له فزیکي پلوه د یو بل د لرې کولو لپاره ډګر ته راغلل.
په متحده ایالاتو کې د کورنۍ جګړې د احتمال اوازې هم د 2021 په جنوري کې د متحده ایالاتو کانګرس باندې د ټرمپ د پلویانو له برید سره شدیدې شوې.
کلیدي کلمې: په امریکاکې کورنۍ جګړه، امریکا او کاناډا، ټرمپ څوک دی؟ په متحده ایالاتو کې شته درزونه، د امریکا پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید