د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i149538-د_افغانستان_په_اړه_د_امنیت_شورا_غونډه
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یونما وايي، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه به د جمعې په ورځ د سرطان په لوموړۍ جوړه شي.
(last modified 2024-06-19T07:16:11+00:00 )
Jun 19, 2024 11:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یونما وايي، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه به د جمعې په ورځ د سرطان په لوموړۍ جوړه شي.

یوناما ویلي چې د دغه دفتر مشره روزا اوتنبایوا به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت تشریح کړي.

د امنیت شورا د وروستي ځل لپاره د افغانستان په اړه غونډه د تیر هجري کال د حوت میاشتې په نیمايي کې جوړه کړې وه.

د افغانستان په اړه د دې شورا راتلونکې غونډه به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو تر غونډې مخکې په دوحه کې جوړه شي.

ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو درېیمه غونډه د سرطان میاشتې په لسمه او یوولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب جوړه شي.