په افغانستان کې د چین رغنده رول ته دوام ورکوو
د چین ولسمشر په یولړڅرګندونو کې ووئيل، هیواد ئې د افغانستان د مشکلاتو او مسئلو د حل لپاره خپل رغنده رول لوبونې ته دوام ورکوي.
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړ،د چین ولسمشر شی جین پینګ په بیجینګ کې د سوله ایز ګډ ژوند پنځه اصل؛ د اویایمې کلیزې په ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل، دغه هیواد په افغاسنان کې د مشکلاتو او مسئلو او د آبادونې لپاره رغنده رول لوبونې ته دوام ورکوي، او چین به د سولې د پراختیا لپاره خپل هوډ بدل نه کړي.
د چین ولسمشر همدرااز د فلسطین او ځینو نورو هیوادونو په بحران او ترینګلتیاؤ کې د رغنده رول په لوبونې ټينګار وکړ.
د افغانستان په کابل کې د چین سفیر ژائو شنګ هم له دې مخکې د طالبانو د حکومت له دفاع وزیر سره پّه کتنې کې وئیلي وو، چې بیجینګ د مداخلت نه کونکي سیاست په ساتنې سره له افغانستان سره دخپلو اړیکو پراختیا ته دوام ورکوي.
تیره اونۍ هم د افغانستان د کانونو وزارت وئيلي وو،چین په بیجینګ کې د افغانستان د کانونو او طبعي سرچینو د وزارت د کارمندانو د پوهې د زیاتولو په موخې سره ددغه وزارت د مدیریّت د پیاوړتیا،څارنې او ساتنې د روزنې سمینار ،ترسره کړی دی.