په قزاقستان کې د شاهنګهائي ملګرتیا موسیسې سرمشریزه
(last modified Wed, 03 Jul 2024 09:54:08 GMT )
Jul 03, 2024 14:24 Asia/Kabul
  • په قزاقستان کې د شاهنګهائي ملګرتیا موسیسې سرمشریزه

د قزاقستان پلازمینه آستانه ښار  په داسې حال کې  د شانګهائي ملګرتیاؤ موسیسې  د دوه ورځنۍ سرمشریزې  کوربه دی چې دغه موسیسه  د یوې سیمه ایزې بریالۍ موسیسې په توګه  په مطرح کیدا  کې  د پام وړ کارنامه لري.

د شانګهائي موسیسې پیل په ۱۹۹۶ کال کې د امنیتی  او سیاسی سټراټژۍ په موخې سره تاسیس شوه ،خو  ډیره زر  په اقتصادي او تجارتي برخو کې د ملګرتیاؤ  په پراختیا بریالۍ هم شوه.  له دې مخکې لویدیځي ټولنو هڅه کړې شانګهائي موسیسه    ختیځي ناټو معرفي کړي، خو شانګهائي موسیسې پخپل عمل کې ښودلې ده چې یوازې له ملی امنیت ورآخواډله نه ده.  د ایران د اسلامی جمهوریت، پاکستان او هندوستان په څیر د هیوادونو په غړیتوب سره  د شانګهائي  جغرافیائي حوزه  تر هند سمندر او د عمان سمندر  سمندر پورې غزیدلې شوې ده او شانګهائي  په څه دپاسه  دوه مییلیارډ نفوسو په درلودلو سره  د  غړو  هیوادونو لپاره  یوډیر ښه بازار هم حسابیږي.

د نړیوالو چارو   یو کارپوه لی وان  تي  په دې باب وائي ؛د شانګهائي ملګرتیا موسیسه  یوه ترټولو بریالۍ سیمه ایزه موسیسه ده .  دې ته په پام سره چې د شانګهائي مهم غړي هیوادونه  دبریکس ډلې بنسټګر هم حسابیږي، داسې  چې وئیل کیدلی شي ، دغه دواړه موسیسې  د دوو سیمه ایزو او نړیوالو اورګانونو په  توګه  پر نړیوالو بدلونونو  دبشپړؤنکې په توګه اغیزې شیندلی شي.

په عین حال کې  د بهرنی سیاست په چارو کې د روسیې د ولسمشر  ولادیمیر پوتین سلاکار یوری اوشاکوف په وینا، ټاکل شوې ده ،ولادیمیر پوتین  د ایران د اسلامی جمهوریت  له سرپرست ولسمشر محمد مخبر یسره  هم په آستانې کې د شانګهائي ملګرتیا موسیسې د غونډې په څنډې کې  کتنه وکړي.دا ددې ښودنه کوي چې تهران او ماسکو  د دوو اړخیزو تماسونو او تعاملاتو په زیاتولو پسې هم دي .ټاکل شوې ده دواړه لوري ،ډیر زر پخپلو کې سره د ملګرتیا جامعه موافقه  هم لاسلیک کړي، چې د ایران او روسیې د  هراړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره  یو مهم ګام حسابیږي.

د  ایران اسلامی جمهوریت  دهند په کوربتوب د  شانګهائي ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو په درویشتمې سرمشریزې کې  په بشپړ غړیتوب  ومنل شو  او دا مهم  د ایران  او د شانګهائي ملګرتیا موسیسې د متقابلو ګټو لپاره د ډيرو ظرفیّتونو او فرصتوننو په معنا دی. د ډيرو زیاتو اقتصادي ،انرژۍ ، تجارتي ، امنیتی ،دفاعي  او ځانګړو ټرانزیټي  ظرفیّتونو او توانمنیو سره د یوه هیواد په توګه په شانګهائي ملګرتیا موسیسې کې د ایران دغړیتوب د  اهمیّت په بیانولو کې  همدا بس ده چې  غړي هیوادونه  نه دي توانیدلي  ددغې سیمه ایزې موسیسې لباره   له دغې  مهمې پيښې څخه  وار د واره خپله خوشالي پټه وساتي .

په هرحال د څواړخیزو  سیاسی،امنیتی  او اقتصادي  ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره د حکومتونو ترمینځ  او د یوې اورآسیائي موسیسې په توګه د شانګهائي موسیسې بنسټ کیښودل شو،نو ځکه ددغې موسیسې موخې او کړنې ، په ټول کې  د  ایران د اسلامی  جمهوریت  له سیاستونو او موخو سره غږمله  او یو شان دی  او په طبیعي توګه  په شانګهائي ملګرتیا موسیسې کې د خاصو پوټینشلونو او توانمنیو  او ځانګړنو سره  دیوه هیواد په توګه د ایران غړیتوب ددغې موسیسې سیمه ایز او نړیوال ظرفیّتونه تر پام وړ پورې زیات کړي دي.