عطوان: د اسرائیلو درېیمه ماتې په لبنان کې پر لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166384-عطوان_د_اسرائیلو_درېیمه_ماتې_په_لبنان_کې_پر_لاره_ده
پارس ټوډې - د عربي نړۍ نوموتي شنونکي په یوه یادښت کې د پنځو لویو نښو شتون ته اشاره کوي چې د امریکا په ملاتړ  سره د صهیونیسټي رژیم له لورې د لبنان پر ضد د پراخ برید پیلولو لپاره د چمتووالي ښکارندويي کوي. هغه باور لري چې د تل ابیب لپاره به د دې اقدام بیه د ۲۰۰۶ کال جګړې له ماتې څخه ډېره درنه وي او په مقابل کې، حزب‌الله هم د ځوابونو او پرمختللو وسلو په چمتو کولو کې دی چې ممکن د سیمې معادله بدله کړي.
(last modified 2025-10-26T12:12:23+00:00 )
Oct 26, 2025 16:41 Asia/Kabul
  • عطوان: د اسرائیلو درېیمه ماتې په لبنان کې پر لاره ده

پارس ټوډې - د عربي نړۍ نوموتي شنونکي په یوه یادښت کې د پنځو لویو نښو شتون ته اشاره کوي چې د امریکا په ملاتړ  سره د صهیونیسټي رژیم له لورې د لبنان پر ضد د پراخ برید پیلولو لپاره د چمتووالي ښکارندويي کوي. هغه باور لري چې د تل ابیب لپاره به د دې اقدام بیه د ۲۰۰۶ کال جګړې له ماتې څخه ډېره درنه وي او په مقابل کې، حزب‌الله هم د ځوابونو او پرمختللو وسلو په چمتو کولو کې دی چې ممکن د سیمې معادله بدله کړي.

د عربي نړۍ نوموتي شنونکي او د رای‌الیوم ورځپاڼې مشر مدیر«عبدالباري عطوان»  په یوه یادښت کې لیکلي: ډېرې نښې شته چې د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لورې د راتلونکو ورځو په ترڅ کې د لبنان حزب‌الله پر ضد پراخ برید لپاره چمتووالی ښيي؛ هغه برید چې د هغه په وینا، د امریکا په ملاتړ به ترسره شي، خو د اسرائیلو لپاره به یې بیه د ۲۰۰۶ کال د جولای جګړې له ماتې څخه ډېره درنه وي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، هغه دا نښې په پنځو لویو محورونو کې خلاصه کړي او لیکي: لومړنۍ نښه د لبنان د لومړي وزیر «نواف سلام» څرګندونې دي چې د لبنان د اوربند د څار کمېټې له مشر جنرال «جوزف کلرفیلد» سره له غیرمنتظره لیدنې وروسته یې وکړې، هغه ویلي وو چې لبنان ژمن دی د راتلونکي کال تر پایه د لیطاني سیند سویل کې د وسلو د خلع پروسه بشپړه کړي.   

عطوان وايي: دویمه نښه د سوریې او لبنان لپاره د امریکا استازي «توماس باراک» ټینګار دی چې ویلي یې وو د لبنان د واکمنۍ د بیا نیولو وخت رارسېدلی دی. هغه همدارنګه د حکومت له خوا د حزب‌الله د  بې وسلو کولو په ځنډولو سره د اسرائیلو د یو اړخیزه اقدام په اړه خبرداری ورکړی وو.

د دې عرب شنونکي له نظره درېیمه نښه د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا د لبنان په سویل کې پراخ پوځي تمرینونه دي چې پکې پر دې هېواد د ځمکني، سمندري او هوايي برید شبیه‌سازي شوې ده.

په دې یادښت کې راغلي: خو څلورمه نښه د بیروت سویلي ضاحيې څخه د شمال او شمال ختیځو سیمو پر لور د اوسېدونکو د وتلو زیاتوالی دی چې د خوندي سیمو په توګه ګڼل کېږي.

پنځمه نښه بیا په لبنان باندې شپه او ورځ د اسرائیلي جاسوسي الوتکو د الوتنو زیاتېدل او د راپورونو خپرېدل دي چې د لبنان د حیاتي زیربناوو لکه د بیروت هوايي ډګر، بندر، برېښناګانو او اوبو رسونې شبکو د نښه کېدو احتمال شته.

عطوان لیکي دا ګواښونه او فشارونه د عبري رسنیو د راپورونو سره هممهاله دي چې د صهیونیسټي جنرالانو له قوله د حزب‌الله د پوځي او سازماني ځواک د چټک بیا جوړېدو خبر ورکوي. د دې راپورونو له مخې، حزب‌الله توانېدلی چې د وسلو د تولید ظرفیت بېرته احیا کړي، په تېره بیا د تېرې جګړې په پرتله د لوړ دقت او ویجاړوونکي ځواک لرونکي توغندي جوړ کړي.

یوې لبناني سرچینې په دې اړه ویلي چې «راتلونکې لویه حیرانوونکې» ممکن د «فراصوتي» توغندیو او د یمني نمونو په پرتله د درنو او خوشه‌يي کلکو خولیو ښودل وي. د حزب‌الله سرمنشي شیخ «نعیم قاسم»  په وروستیو ویناوو کې دې وړتیاوو ته په اشارې سره ټینګار کړی: د مقاومت وسلې د اسرائیلي تېري پر ضد دفاع لپاره دي، نه د لبنان دننه چارو لپاره. دا وسلې د لبنان د ملي ځواک برخه ده او دا فکر چې د دې خلع به د هېواد ستونزې حل کړي، لویه تېروتنه ده.

عطوان همدارنګه د وروستیو ورځو په ترڅ کې اشغال شويو سیمو ته د امریکايي لوړپوړو چارواکو د تګ راتګ کچې ته اشاره کوي. هغه باور لري چې د دې تګ راتګ اصلي موخه نه پر غزې د اسرائیلي بریدونو کنټرول او د اوربند ساتل دي، بلکې پر ایران، لبنان او یمن باندې د اسرائیلو او امریکا ګډ برید لپاره چمتووالی دی.

دا شنونکی یادونه کوي چې صهیونیسټي رژیم تر اوسه په لبنان کې دوه ځله په «شرموونکي» توګه ماتې خوړلې ده؛ لومړی په ۲۰۰۰ کال کې د لبنان له سویل څخه په یوه اړخیزه توګه شاتګ او دویم په ۲۰۰۶ کال جګړه کې. د هغه په باور، درېیمه ماته هم پر لاره ده، ځکه هغه رژیم چې په غزه کې په دوو کلونو جګړه کې خپلو موخو ته نه دی رسېدلی، په لبنان کې به هم بریا ونه ګټي.

عطوان پایله اخلي: نه لبنان به یوازې وي، نه ایران؛ د ستراتیژیک صبر او زغم وخت پای ته رسېدلی دی او د آیت‌الله «خامنه‌يي» د وروستیو ویناوو بیا لوستل دا حقیقت تاییدوي او راتلونکې ورځې به ټول څه روښانه کړي.