د لوېدیځ جنایتونو ته کتنه | په لائوس کې د امریکا جنایتونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166440-د_لوېدیځ_جنایتونو_ته_کتنه_په_لائوس_کې_د_امریکا_جنایتونه
پارس ټوډې - لائوس یو کوچنی او په وچه کې محاصره شوی هېواد چې د اسیا په سویل ختیځ کې دی، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د امریکا د تر ټولو پټو او وینو تویوونکو پوځي عملیاتو ډګر شو.
(last modified 2025-10-27T10:23:04+00:00 )
Oct 27, 2025 14:50 Asia/Kabul
  • د لوېدیځ جنایتونو ته کتنه | په لائوس کې د امریکا جنایتونه

پارس ټوډې - لائوس یو کوچنی او په وچه کې محاصره شوی هېواد چې د اسیا په سویل ختیځ کې دی، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د امریکا د تر ټولو پټو او وینو تویوونکو پوځي عملیاتو ډګر شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، لائوس چې د ویتنام ګاونډی دی، د خپل جیوپولیټیک موقعیت له امله د امریکا په دومینو نظریه کې ځانګړی اهمیت درلود؛ هغه نظریه چې په سیمه کې د کمونیزم د پراختیا پر مخنیوي ټینګار کوي. امریکا د ویتنام جګړې په ترڅ کې، په لائوس کې د تاریخ یو ترټولو پراخ پټ پوځي عملیات ترسره کړل چې د شلمې پېړۍ یو له لویو جنګي جنایاتو څخه شو. دا عملیات چې د «پټې جګړې» په نوم پېژندل کېږي، بې‌وقفه بمبارۍ او د خوشه‌يي بمونو کارول پکې شامل وو چې د زرګونه ملکي وګړو ژوند یې واخیست، د دې هېواد حیاتي زیربناوې یې ویجاړې کړې او پراخه ککړتیا یې له خوشه‌يي بمونو سره رامنځته کړه او د لائوس حیاتي زیربناوې یې له منځه یووړې.

 

د سیا پټ عملیات او بې‌سارې بمبارۍ

له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۳ کلونو پورې، امریکا ۲.۵ میلیونه ټنه بم پر لائوس وغورځول؛ یعنې هره ۸ دقیقه یو ځل، د ۹ کلونو لپاره. دا شمېره حتی د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د غورځول شویو بمونو له ټولټال څخه زیاته وه. دا عملیات چې د «پټې جګړې» په نوم پېژندل کېږي، د سیا ادارې له خوا ترسره شول. د دې بمباریو اصلي موخه، د پاتت لائو کمونیسټي ډلې پر ضد مبارزه او د «هوشي‌مین لارې» له لارې د ویتنام شمالي د اکمالاتي لارې پرې کول وو. سره له دې، د دې بریدونو ډېره برخه قربانیان ملکي وګړي وو. دې بمبارۍ په عمده توګه ملکي سیمې په نښه کړې وې. تر ۱۹۷۵ کاله پورې، د لائوس نفوس شاوخوا یوه لسمه برخه، یعنې نږدې ۲۰۰ زره ملکي او پوځي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ټپیانو شمېر دوه چنده وه. شاوخوا ۷۵۰ زره کسان، چې د دې هېواد د نفوس یوه څلورمه برخه جوړوي، کډوال شول. د دې جنایاتو یوه ښکاره بېلګه، پر «شیانګ‌خوانګ» او «ساواناکت» ولایتونو برید وو چې پکې سلګونه کلي په بشپړه توګه ویجاړ شول او زرګونه کسان ووژل شول یا کډوال شول. د امریکا بل جنایت، د ځمکنیو عملیاتو لپاره د وسله والو ډلو ملاتړ او د ځايي ځواکونو کارول وو چې د قومي پاکولو او د همونګ قوم د قتل‌عام لامل شو؛ هغه قوم چې وروسته له امریکا سره د همکارۍ له امله د انتقام ښکار شو او زرګونه یې کډوالۍ ته اړ شول.

 

خوشه‌يي بمونه او مرګونی میراث

د احصایو له مخې، پر لائوس د ورول شویو بمونو له ټولټال څخه شاوخوا ۸۰ میلیونه خوشه‌يي بمونه ناچاودلي د دې هېواد په خاوره کې پاتې دي. دا بمونه لا هم د خلکو ژوند ګواښي او د زرګونو کسانو مړینه یا د غړو معلولیت لامل شوي دي؛ په تېره بیا ماشومان او بزګران چې په ککړو ځمکو کې کار کوي. د راپورونو له مخې، د لائوس خاورې درېیمه برخه د دې ناچاودلو مهماتو له امله ککړه ده او د هغې بشپړ پاکول ممکن لسیزې وخت ونیسي. له ۱۹۷۳ کال راهیسې، له ۲۰ زرو زیات کسان د دې بمونو په چاودنو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې ډېری یې هغه ماشومان وو چې د لوبو یا کرنې پر مهال له دې مهماتو سره مخامخ شوي وو.

 

انساني او ټولنیزې اغېزې

په لائوس کې د امریکا جنایتونه نه یوازې ناوړه انساني اغېزې درلودې، بلکې د بمونو او کډوالۍ مرګونی میراث یې د راتلونکو نسلونو لپاره پرېښود. د امریکا بمبارۍ نه یوازې زرګونه کسانو ژوند واخیست، بلکې د خلکو پراخه کډوالۍ یې رامنځته کړه. ډېر کلي په بشپړه توګه ویجاړ شول او حیاتي زیربناوې لکه ښوونځي، روغتونونه او کرنېزې ځمکې له منځه لاړې.  

 

انکار، چوپتیا او ضمني منل

کلونه کلونه، د امریکا حکومت د دې جنایاتو مسؤلیت منلو څخه ډډه کوله. یوازې په ۲۰۱۶ کال کې، باراک اوباما د لومړي امریکايي ولسمشر په توګه لائوس ته سفر وکړ او په ضمني توګه په دې فاجعو کې د امریکا رول ته اشاره وکړه، خو هېڅ رسمي بښنه یا بشپړ تاوان  ورنکړل شو. هغه ژمنه وکړه چې ۹۰ میلیونه ډالره اضافي مرسته د ناچاودلو بمونو پاکولو لپاره ځانګړې کړي؛ هغه پیسې چې د پخوانیو ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اضافه شوې. سره له دې، د لائوس خاورې د بمباریو تریخ میراث پاکول لا هم دوام لري.

 

هغه زخمونه چې لاهم خلاص دي

په لائوس کې د امریکا جنایتونه د سړې جګړې د نیابتي جګړو او مداخله‌ګرو پالیسیو د پایلو یوه ښکاره بېلګه ده. دا هېواد لا هم د هغه وخت مرګوني میراث سره لاس او ګرېوان دی. خوشه‌يي بمونه، کډوال، او ککړې ځمکې، د دې حقیقت یادونه کوي چې پټې جګړې کولای شي له ښکاره جګړو څخه لا ویجاړوونکې وي.