په برطانیه کې عمومي ټاکنې پیل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i149980-په_برطانیه_کې_عمومي_ټاکنې_پیل_شوي
د برتانیې د عمومي ټاکنو لپاره د رای اچونې بهیر پیل شویپه برطانیه کې عمومي ټاکنې پیل شوي
(last modified 2024-07-04T07:22:26+00:00 )
Jul 04, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • په برطانیه کې عمومي ټاکنې پیل شوي

د برتانیې د عمومي ټاکنو لپاره د رای اچونې بهیر پیل شویپه برطانیه کې عمومي ټاکنې پیل شوي

د ایران فارس خبري اژانس د راپور له مخې، په میلیونونو برتانوي وګړو نن (پنجشنبه) د دغه هېواد د ولسي جرګې د ۶۵۰ څوکیو د برخلیک او د راتلونکي حکومت د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل کړې.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، شاوخوا ۴۶ میلیونه په شرایطو برابر کسان به د برطانیه هېواد په ۴۰ زره څآنګو کې خپلې رایې وکاروي.

تمه کیږي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نن ناوخته او وروستۍ پایلې سبا له غرمې وروسته اعلان شي.

عمومي ټاکنې هغه پروسه ده چې په انګلستان، سکاټلینډ، ویلز او شمالي ایرلینډ کې د هاوس آف کامنز د جوړولو لپاره ترسره کیږي او د راتلونکي حکومت کابینه له همدغه بریالیو کسانو څخه جوړیږي.

له ۱۸۰۱ کال راهیسې دا د برطانیه ۵۹ دوره پارلماني ټاکنې دي، د دغه ټاکنو ګټونکی ګوند به د پنځو کلونو لپاره د دغه هېواد د حکومت مشري په غاړه واخلي.

د برتانیا په وروستیو عمومي ټاکنو کې چې په ۲۰۱۹ کې ترسره شول، د بوریس جانسن په مشرۍ محافظه کار ګوند وکولای شول چې د ۳۶۵ څوکیو په ګټلو سره د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټي.

جانسن سمدلاسه د بریکسټ تړون ته د پارلمان تایید ترلاسه کړ او په دې توګه له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو رسمي پروسه پیل شوه.