د بالستیک توغندیو پر پراختیا د امریکا ټینګار + د کارپوهانو نظر
https://parstoday.ir/ps/news/world-i150136-د_بالستیک_توغندیو_پر_پراختیا_د_امریکا_ټینګار_د_کارپوهانو_نظر
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په یوه بیان کې د سینټینل بالستیک توغندیو د پراختیا پروګرام اهمیت ته په اشارې سره اعلان کړی چې دغه طرحې ته به دوام ورکړي.
(last modified 2024-07-09T07:27:02+00:00 )
Jul 09, 2024 11:56 Asia/Kabul
  • د بالستیک توغندیو پر پراختیا د امریکا ټینګار + د کارپوهانو نظر

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په یوه بیان کې د سینټینل بالستیک توغندیو د پراختیا پروګرام اهمیت ته په اشارې سره اعلان کړی چې دغه طرحې ته به دوام ورکړي.

په دغه بیانیه کې ټینګار شوی دی که څه هم د سینټینل لرې واټن ویشتوونکی بالیسټیک توغندیو د پراختیا د پروګرام لګښت له ابتدایی اټکل څخه ۸۱ سلنه لوړ دی، خو دغه پروګرام ته به دوام ورکړي.

په عین حال کې نړۍ د امریکا د پوځي واکمنۍ له دوام او د نړۍ په سوله او ثبات باندې د هغې له پایلو څخه سخته ویره لري او د امریکا دغه کړنه د نړۍ د سولې او ثبات د له منځه وړلو په معنا ګڼي چې د جګړې ښکاره بیلګه ده.

د دغه چارې یوه ښکاره بیلګه هغه جګړه ده چې امریکا د روسیې سره د جګړې په موخه د اوکراین د را پارولو لړۍ پیل کړې.

امریکا په دې چارې سره نه یواځې امنیت خرابوي، بلکې د نړۍ د خوړو خوندیتوب هم له خطر سره مخامخ کوي.

د سیاسي مسایلو کارپوه مصطفی قاسمي کارستاس په دې اړه وايي: «امریکا د نړۍ د عامه افکارو خلاف حرکت کوي، په بل عبارت، په داسې حال کې چې نړۍ غواړي په نړۍ کې سوله او امنیت ټینګ کړي، امریکا د خپلو وسلو تولید زیاتوي، دا چاره په ډاګه کوي، چې امریکا په هیڅ صورت سوله نه غواړي، ځکه د امریکا ګټې په ځانګړې توګه پوځي صنعتونه یې زیان ویني]]

له همدې امله، د امریکا د دفاع وزارت ټینګار کړی چې د بالستیک توغندیو د پراختیا د پلان د بیاکتنې د پایلو پر بنسټ، د استملاک او لوژستیک په چارو کې د دفاع وزارت مرستیال ویلیم لاپلانټ، تصدیق کړی چې د سینټینل پروګرام د اړتیا وړ قانوني معیارونه لري او خپلو چارو ته به دوام ورکړي، خو هغه په ​​غرور سره ټینګار کړی چې امریکا د اټومي وسلو د عصري کولو له خطرونو څخه هم خبر ده.

د یادولو وړ ده چې سینټینل د متحده ایالاتو د درې ډوله پوځ ځمکني سکتور عصري کولو لپاره واقعیا تاریخي برنامه ده.

په عین حال کې، د امریکا د قوانینو له مخې، که چیرې د وسلو د پراختیا د پروګرام لګښت د ابتدايي اټکل څخه 25٪ زیات شي، نو د پروګرام دوام به د محدودیتونو سره مخ شي، مګر د هغو پروژو لپاره لکه د سینټینل لرې واټن ویشتوونکي بالیسټیک توغندیو پراختیا پروګرام، چې د متحده ایاالتو د ملي امنیت په شرایطو کې ځانګړی ځآی لري او ډیری نور اړین معیارونه پوره کوي، له همدې امله د امریکا په اړوندو قوانینو کې استثناوي ځای هم لري.

د دې په پام کې نیولو سره چې د امریکا د پخوانیو اټومي توغندیو د ځای په ځای کولو لپاره د متحده ایالاتو د هوايي ځواک پروګرام لګښت په چټکۍ سره لوړ شوی او شاوخوا 160 میلیارد ډالرو ته رسیدلی، د "سینټینل لرې واټن ویشتوونکي بالیسټیک توغندیو" پروګرام د نورث روپ ګرومن شرکت لخوا پلان او اداره شوې دی.

د دغه چارې څخه یې موخه د پخواني بالیسټیک توغندي مینوتمن درې بدیل رامنځته کول دي.

همدا راز له دغه کړنې څخه د امریکا متحده ایالاتو یو بل هدف په لوړ لګښت د نظامي پلانونو پلي کول دي، ترڅو خپل رقیبان د وسلو په سیالۍ کې ښکیل کړي.

 په امریکا کې سیاسي کړۍ په دې باور دي چې د سیالانو لپاره د جدي ستونزو د حل یوه لاره دا ده چې دوی د سټار وار پروژې په څیر د وسلو په خورا قیمتي سیالۍ کې شامل کړي چې د شوروي اتحاد د ړنګیدو یو اغیزمن عامل هم بلل کیږي.

د توغندیو د صنعت اجرایوي رییس او د امریکا د کانګرس یوه همکار وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د بالستیک توغندیو د پروګرام د تطبیق لومړنی لګښت شاوخوا ۹۵ میلیارده ډالره اټکل شوی و، خو اوس په کې ۶۵ میلیارده ډالره زیاتوالی راغلی چې کچه یې 160 ملیارد ډالرو ته رسیدلې.

د دې ډیر لګښت سره سره، د متحده ایالاتو د هوایی ځواک چارواکي استدلال کوي چې د سینټینل پروژه د متحده ایالاتو د اټومي مخنیوي ساتلو لپاره حیاتي ده.

دا پدې مانا ده چې واشنګټن په ډیره لوړه کچه د وسلو سیالۍ ته وده ورکوي، چې کیدای شي د نړیوالې سولې لپاره غیر متوقع پایلې ولري.