یو لړزونکی راپور؛ انګلستان د ډیمنشیا ملي بحران لري
(last modified Wed, 24 Jul 2024 07:10:47 GMT )
Jul 24, 2024 11:40 Asia/Kabul
  •  یو لړزونکی راپور؛ انګلستان د ډیمنشیا ملي بحران لري

په دې اړه ګارډین مجلې لیکلي: په انګلستان کې د ډیمنشیا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېر کال د جنورۍ په پرتله ۱۲ سلنه ډېر شوی دی.

پارس ټو ډی - د انګلستان ملي روغتیا او طبي سازمان په دغه هیواد کې د ډیمنشیا د ناروغانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.

د برتانیا د روغتیا ملي ادارې د اعلان له مخې، دغه هېواد په نړۍ کې د "ډیمنشیا" یا "عقل زوال " تر ټولو لوړه کچه لري. د پارس ټوډې په وینا، ډیمنشیا د رواني پروسو یو اوږدمهاله او ځینې وختونه شدید اختلال دی، چې په حافظه کې د ناکامۍ، پاملرنی، افاسیا، رواني بدلونونو او د ورځني فعالیتونو د ګډوډولو نښو نښانو په توګه څرګندیږي.

د انګلستان د روغتیا ملي ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې په دغه هېواد کې له ۴۸۷ زرو ډېر کسان په یو ډول نه یو ډول د حافظې پر ناروغۍ اخته وو. په دې اړه ګارډین مجلې لیکلي: په انګلستان کې د ډیمنشیا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېر کال د جنورۍ په پرتله ۱۲ سلنه ډېر شوی دی.

په انګلستان کې د ډیمنشیا سره د خلکو په شمیر کې ګړندی زیاتوالی یو ملي بحران او د دې هیواد د روغتیا پاملرنې سیسټم لپاره خبرداری دی چې دا مهال د طبي پاملرنې لګښتونو ډیر فشار لاندې دی.

د "ډیمنشیا" په اړه د برتانیا د پارلیمان د استازو د یوې ډلې راپور د دغو ناروغانو پر وړاندې تبعیض ته اشاره کوي، چې له امله یې تر ۱۱۵ زرو ډېر ناروغان د دغه هېواد په محرومو سیمو کې د اوسېدو له امله د دوی ناروغي نه ده پېژندلې او نه یې درملنه کېږي.

په دې راپور کې راغلي چې جوړښتي  خنډونه، کلتوري توپیرونه، د کورنۍ ډاکټرانو دفترونو ته د لیدو توپیرونه، د حافظې اوږد مهاله ازموینې وخت، د ناروغ له پیژندلو وروسته د مرستې نشتوالی، د سکیننګ وسایلو نشتوالی لهد دې توپیرونو دي.

په ټوله نړۍ کې له 50 میلیون ډیر خلک د ډیمینشیا سره ژوند کوي، چې تمه کیږي تر 2050 پورې به 153 میلیون ته ورسیږي.

د هغو هیوادونو په منځ کې چې د ډیمنشیا ترټولو لوړه کچه لري، د هیوادونو نومونه لکه انګلستان، امریکا او کاناډا د دې ادراکي اختلال د پام وړ خپریدو له امله څرګند دي.

کلیدي ټکي : د ډیمنشیا ناروغي، د ډیمنشیا ناروغي، په انګلستان کې د درملنې وضعیت، الزایمر