د ونزوئلا په ټاکنو یوه لنډه کتنه
پارستودی- د ونزوئلا پېښې په داسي حال کې دی، چي د امریکا او کاناډا په شان په لوېدیځو هیوادونو کې هم د ټاکنو د پایلو د اعلانولو لپاره ورته قوانین موجود نه دي او حتی په ځینو مواردو کې، وروستي پایلې په خورا ځنډ سره، اعلان شوي دي.
ونزوئلا کې یو ځلې بیا د ۲۰۰۲ میلادي کال په شان د کودتا هڅه وشوه خو دا ځلې کودتا له سیسټماټیکو جرمونو او سایبري بریدونو سره، مله وه. په وروستیو ټاکنو کې په ونزوئلا کې په میلیونونو خلګو د ملګرو ملتونو او د افریقایي اتحادیي ټاکنیزو څارونکو په شمول د ۶۳۵ نړیوالو څارونکو په حضور کې خپلې رایې صندوقونو ته واچولې، خو سره له دې د پارس تودی له راپور سره سم، له ټاکنو وروسته زیاتې ننګونې رامینځ ته شوې. چي له ټولو ستره ننګونه یې همهغه د امریکایانو همېښنۍ رویه وه، یعني د مخالفانو لمسول، پاڅون ته بلنه او د بلواو لپاره پانګې برابرول.
د ټاکنو پایلې
د ۲۰۲۴ میلادي کال د جولای د میاشتې په ۲۸ نیټه، نیکولاس مادورو د یو پنځوس نیم سلنو رایو په تر لاسه کولو سره، بیا ځلې د ونزوئلا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د هغه ښي پال سیال ادموندو ګونزالس د ۴۴ سلنو رایو په تر لاسه کولو سره، ماته وخوړه، نورو نوماندانو ټولو یوازې څلور نیم سلنه رایې تر لاسه کړې وي. د اساسي قانون د ټاکنیز مرجع له خوا د رایو شمېرنې روانې وې او د ټوټل رایو ۸۰ سلنه اعلان شوې وه چي د ونزوئلا په الکټرونیکل ټاکنیز سیسټم باندې سایبري برید وشو او په نتیجه کې پاته ۲۰ سلنه رایې لاهم اعلان شوې نه دي. د دغه پېچلی سایبري برید جړې په شمالې مقدونیا کې موندل شوې دي، د ونزوئلا ولسمشر نیکولای مادورو د ځینو ورانکارو د معرفي کولو په ترڅ کې، ایلان ماسک د ونزوئلا په ټاکنیزو الکټرونیکل سیسټم باندې د برید اصلي مسئول بللی دی چي په دغه ورانکاره سایبري حمله کې رول درلودلې وه.
نړیواله تجروبه
د پآم وړ مساله دا ده چي دا پېښې په داسي حال کې رامینځ ته شوې دي چي د امریکا او کاناډا په شان په غربي هیوادونو کې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلانولو لپاره ورته قوانین موجود نه دي او حتی په ځینو مواردو کې د ټاکنو پایلې په خورا ځنډ سره، اعلان شوي دي. د مثال په توګه، د امریکا د ۲۰۰۰ میلادي کال په ټاکنو کې، وروستۍ پایلې له ۳۷ ورځو ځنډ وروسته اعلان شوې، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هم ټاکنیزې پایلې له څلور ورځو ځنډ وروسته، اعلان شو.
کودتا او تاوتریخوالي
د لومړنیو پایلو له اعلانه وروسته، په ونزوئلا کې د تاوتریخوالو زیاتې پېښې رامینځ ته شوې، دا تاوتریخوالې د هغو ترهګرو او جنایتکارو ډلو له خوا تر سره شوې چي د ونزوئلا د مخالفانو د مشر مارییا کورینا ماچادو له خوا ګمارل شوې وه. دغو ډلو چي د کلمبیایي خوفیه جنایتکارانو له خوا روزل شوي وه، د عامه تاسیساتو او د خلګو پورې د اړوندو شتمنیو په سوځولو او ورانولو لاس پورې کړي و، دغو تاوتریخوالو کې د پوځ او د پولیسو ۷۷ ځواکونو ټپیان شوې او یو افسر هم وژل شوی دی.
د حکومت ځواب
د ونزوئلا حکومت د دغو ورانکارو ډلو د ۱۰۶۲ غړو په نیولو سره، د تاوتریخوالو په کنترولولو او د نظم د بیا واکمنولو هڅه وکړه، دغه ورانکاره عناصر د مخدره موادو تر اثر لاندې راغلي وو او له نیول کېدو نه وروسته، سمدستي په خپلو جرمونو اعتراف کړي و. د حکومت دغه کړچار وښودله چي ونزوئلا له ټروریزم او جنایاتکارانو سره د مبارزې په زمینه کې خورا پرمختګ کړی دی.