د لبنان د حکومت او مقاومت له پرېکړو ملاتړ کوو
(last modified Sat, 16 Nov 2024 01:37:50 GMT )
Nov 16, 2024 06:07 Asia/Kabul
  • د لبنان د حکومت او مقاومت له پرېکړو ملاتړ کوو

د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار ویلي: هره پریکړه چې د لبنان حکومت او مقاومت یې وکړي، د هغه ملاتړ کوو.

 د سحاب شبکې د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار علي لاریجاني د جمعې په ورځ په بیروت کې د خبریالانو په غونډه کې پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د لبنان له ملت څخه ملاتړ کوي، وویل: لبنان ته په خپل سفر کې، د دغه هېواد د پارلمان مشر "نبي بري" ته مې د انقلاب د رهبر پيغام له ځان سره راوړی دی.

لاریجاني زیاته کړه: لبنان ته زموږ سفر د دې لپاره وو چې ووایو د لبنان له ملت او د لبنان له چارواکو څخه په هر ډول حالاتو کې ملاتړ کوو.

لاریجاني ټینګار وکړ: موږ د ستونزو د حل په لټه کی یو، په داسی حال کې چې "نتانیاهو" کارونه خرابوي او تاسو باید خپل دوستان او دښمنان وپېژنئ.

د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار څرګنده کړه: حزب الله یو رشید غورځنګ دی او د لبنان ولس هم رشید ملت دی او په خپله هم پوهېږي چې څه باید وکړي او موږ په هر حالت کې له مقاومت څخه ملاتړ کوو.

لاریجاني د جمعې په ورځ بیروت ته د خپل سفر په پیل کې د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.

 په دغه کتنه کې دواړو لورو د سیمې او لبنان د حالاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.

لاریجاني بیا د لبنان د پارلمان له مشر " نبیه بري" سره هم وکتل.

نوموړي په دې لیدنه کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو پر وړاندې د لبنان د حکومت، پوځ او مقاومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.