روسیه: کیف به د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي
د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف د روسیې په کورسک سرحدي سیمه د اوکرایني ځواکونو یرغل ته اشاره کړې او ټینګار یې وکړ چې کیف به دغې سیمې ته د اوښتو تاوانونو تاوان ورکړي.
په یوه بیان کې، میدویدیف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز وکړ چې د اوکراین لخوا روسیې ته د اوښتو زیانونو لیست چمتو کړي ویلي: "زموږ هیواد ته د اوکراین د ځواکونو له خوا اوښتی زیان خورا لوی دی."
د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال هغو روسي اتباعو ته په اشارې سره چې په کورسک کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي او په لڼډمهاله مرکزونو کې ژوند کولو ته اړ شوي، په یادونې سره ویلي چې دغو کسانو د اوکراین د یرغل له امله خپل ټول ملکیتونه له لاسه ورکړي دي.
میدویدیف پر روسي اتباعو د اوکراین د پوځ د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو د ثبتولو لپاره د یوه ډیټابیس پر جوړولو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: "په نهایت کې ، موږ باید پریکړه وکړو چې څنګه د دې زیانونو لپاره ځواب ویونکو و اوسو ، مګر له شک پرته دا به ترسره شي."