اسرائیل د امریکا نیغ په نیغه ملاتړ سره جنایتونه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د مرستو د رسونې په عملیاتو کښې د ګډون کونکو ډاکټرانو د ډلې یوه غړي « تمي ابو غنیم» چې همدا اوس له غزې څخه امریکا ته ورستون شوی دی په شیکاګو کښې د ډیموکراټ ګوند د ملي کنونشن په څنګ کښې ټینګار وکړ د اسرائیلورژیم د واشنګټن نیغ په نیغه ملاتړ سره په غزې تړانګه کښې جنایتونه کوي.
د امریکا دغه ډاکټر تمي ابو غنیم د خپلې وینا په وخت په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ رژیم د لس میاشتنې یرغل له کبله حاضردمه په غزې کښې د یوه ملکي وګړي لپاره ژوند کول غیر ممکن دي وویل د غزې خلکو ما ته وویل حتی یوه بله ورځ دغه حالت نشي زغملای او د غزې د خلکو خبره کاملا صحیح ده.
هغه د خپلې وینا په دوام کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت باید په صهیونیسټ رژیم د وسلو بایکاټ ولګوي وویل کله چې د اسرائیلیو سنیفران د فلسطین په ماشومانو او ملکي وګړو ډزې کوي او هغه وخت چې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو بمونه غورځول کیږي مونږ نشو کولای د فلسطین له خلکو سره په مرسته کولو کښې د یوه ډاکټر په توګه خپله دنده ترسره کړو او زیاته یې کړه د اسرائیلو رژیم د واشنګټن نیغ په نیغه ملاتړ سره په غزې کښې جنایتونه کوي او دغه شرایط یې رامینځته کړي دي.
د امریکا یوې بلې ډاکټرې فیروزه سیدوا وویل ما ولیدل چې د اسرائیلو عسکر څرنګه یو یا دوه ځله نه بلکې هره ورځ په هغو ګولیو سره چې د امریکایانو په پیسو سره تامین شوي دي په فلسطیني ماشومانو باندې ډزې کوي.