تاریخ پاڼه شماره ۸۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i15166-تاریخ_پاڼه_شماره_۸۸
نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې له نهمې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د جون له پینځلسمې نیټی سره برابره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2016 10:39 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۸۸

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې له نهمې او د دوه زره شپاړسم میلادی کال د جون له پینځلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

پنځه سوه څلور اتیا کاله پخوا، د اته سوه درې پنځوسم هجری قمری کال د رمضان په نهمه نیټه، د ستور پیژاندی علم یو نامتو دانشمند الغ بیګ وفات شو. هغه په اوه سوه شپږ نوېم هجری قمری کال کښې د ایران په لویدیځ ښار د زنجان په سلطانیې کښې و زیږید او د تیموریانو د لړۍ د بنسټګر یعنی د خپل نیکه تیمور په دربار کښې و روزل شو. شپاړس کلن ؤ چې د ماوراء النهر چې په هغه وخت کښې د ایران یوه برخه وه، په باچاهی باندی منصوب شو. الغ بیګ د تیمور په اپوټه د نورو هیوادونو له نیولو سره علاقه نه درلوده او زیات یې مطالعې او څیړنو ته مخه کړه. هغه د علومو د پراختیا لپاره یوه مدرسه جوړه کړه چې د هغه د درسی موادو په سر کښې د نجوم علم ؤ. د الغ بیګ په نورو مهمو اقداماتو کښې په اته سوه اته ویشتم هجری قمری کال کښې په سمرقند ښار کښې په درو پوړو کښې د ترویتون جوړول وو . دغه ترویتون د ریاضی پوه غیاث الدین جمشید کاشانی او اوسمهاله ستورپیژاندی د الغ بیګ له اغیزمنې مرستی سره جوړ شو. د الغ بیګ په علمی فعالیتونو کښې مهمې نتیجې هغه جدولونه دی چې په زیج الغ بیګ مشهور دی. د غه جدولونه د جنتری په محاسبې ، مثلثاتی جدولونو او د ستورو په اوضاع پورې اړونده دی. د لمریزې منظومې د ځینو سیارو په هکله د الغ بیګ د څیړنو نتیجې له نننیو معلوماتو سره دومره اختلاف نلری.

««««««««««««

یو سلو دولس کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځه ویشتم هجری قمری کال د رمضان په نهمه نیټه، آیت ا... شیخ محمد بهاری همدانی له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د دیارلسمو او څوارلسموهجری قمری پیړیو له مشهورو ایرانی عارفانو او لویو عالمانو څخه ؤ چې په پاکوالی، پرهیزګارئ او د لوړ علم او عمل په لرلو مشهور ؤ . آیت ا... همدانی له مقدماتی زده کړو وروسته ، د زده کړو د دوام لپاره په عراق کښې د نجف علمیه حوزی ته ولاړ او دخپلو زده کړو له تکمیلولووروسته یې تدریس ته مخه کړه. د هغه آثار د تذکره المتقین په نوم یوی ټولګې کښې را غونډ شوی دی.

««««««««««««

اووه نوی کاله پخوا، د دولس سوه اته نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپږویشتمه نیټه،یو اصولی فقیه او دینی عالم آیت ا... میرزا مصطفی مجتهد تبریزی وفات شو. هغه مقدماتی درسونه، فقه او اصول په خپل زیږنځای کښې او دخپل پلار او نورو استازانو په محضر کښې زده کړل او له هغه وروسته نجف ته ولاړ . آیت ا... مجتهد تبریزی په نجف کښې د مشهورو عالمانو په محضر کښې حاضر شو او څو کاله وروسته د علم او فضل لوړو درجو ته و رسید او د خپل وخت یو نامتو عالم و ګرځیده. هغه د اخوند خراسانی د فقې او اصولو په څه باندی زرو شاګردانو کښې له ځانه د فوق العاده استعداد په ښودلو سره د استاد نظر ځان ته راواړوه او د اخوند خراسانی د خاصې پام لرنې وړ و ګرځیده . هغه همدغه راز په دی موده کښې د فقې او اصول سربیره په نجوم، ریاضیات او شعر و ادب کښې هم لوړې درجې تر لاسه کړې . آیت ا... مجتهد څه موده وروسته مکی مکرمې ته ولاړ چې په سفر کښې په یوی ناروغئ اخته شو او د خپل عمر په وروستیو کښې د فالج په ناروغئ اخته شو. هغه د خپل علمی ژوند په اوږدو کښې له تالیفه هم غافل پاتی نشو او ارزښتمن اثار یې په یادګار پریښود چې ارجوزه در عروض و قافیه ، حاشیه بر کفایه الاصول او حاشیه بر لسان الخواص له هغو څخه دی . دغه لوی فقیه بالاخره د دولس سوه اته نوېم لمریز کال د غبرګولی په شپږ ویشتمه نیټه په څلویښت کلنۍ کښې په تبریز کښې وفات شو او په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

یو پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپږویشتمه نیټه، محمد بخارایی، صادق امانی، صفار هرندی او مرتضی نیک نژاد په نوم د هیئت مؤتلفه اسلامی ډلې څلور غړی د شاه رژیم په حکم اعدام کړئ شول . وروسته له هغی چې شاه رژیم د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولی په پنځلسمه نیټه د ایران ډیر خلک په خاورې او وینې و کاږل، یوشمیر ایمانداروځوانانو د هیئت مؤتلفه اسلامی په نوم یوه ډله جوړه کړه . د هغو هدف د شاه رژیم پر ضد کلتوری او سیاسی فعالیتونه او د ایران د آزادۍ او خپلواکی دفاع کول ؤ. دغه ډلې د حضرت امام خمینی (رح) له جلاوطنی وروسته یوه پوځی څانګه جوړه کړه او پریکړه یې وکړه چې د پهلوی رژیم خائن چارواکی او حکومت مشران به د خپلو اعمالوپه سزا ورسوی . د دغه ډلې لومړی اقدام ، د ایران د هغه وخت د لومړی وزیراو د کاپیتولاسیون ( د امریکایانو قضایی مصونیت ) د شرمناک قانون د اجراکولو د عامل حسن علی منصور انقلابی اعدام ؤ. که څه هم دغه اقدام په بریالیتوب سره ترسره شو خو د شاه رژیم د هیئت مؤتلفه اسلامی د پوځی څانګې ډیر غړی او په کلی توګه له سلو زیات غړی ونیول او هغوئ یې په پوځی محکمې کښې ، نا انصافی سره محاکمه کړل . د دغه ډلې له غړیو څلور کسان په دغه ورځې اعدام کړئ شول او یو شمیر نور د اوږدې مودې په بندونو محکوم شول .

««««««««««««

پینځلس کاله پخوا، د دوه زره لومړی میلادی کال د جون په پنځلسمه نیټه، د روسیې ، چین، قزاقستان ، قرقیزستان ، تاجکستان او ازبکستان هیوادونو تر مینځ د یوی موافقې په لاس لیک سره د شانګای د ملګرتیا موسسه جوړه شوه. د دغې موسسې موخه د اقتصادی ، کلتوری او امنیتی ملګرتیاؤ پراختیا اعلان شوی ده . د شانګای د ملګرتیا موسسې مخینه یو زرو نهه سوه شپږ نوېم کال ته ور ګړځی چې له ازبکستان پرته دغو هیوادونو د باور د پیاوړتیا او په خپلو اوږدو سرحدونو کښې د امنیت د زیاتوالې لپاره د پنځم شانګای په نوم تړون لاس لیک کړ. دغه تړون په داسی شرائطو کښې لاس لیک شو چې شوروی سره پاشل شوئ ؤ او امریکا هڅه کوله د مینځنې آسیا په هیوادونو کښې نفوذ وکړی . د پنځم شانګای له تړون سره د ازبکستان په یو ځای کیدا سره دغه ډله په عمل کښې د شانګای د ملګرتیا په موسسې بدله شوه . دا مهال د ایران اسلامی جمهوریت، پاکستان، افغانستان او منګولیا هم د دغې موسسې څارونکی غړی دی . د شانګای د ملګرتیا موسسه د نفوسو، پراختیااو د اقتصادی او پوځی توان له نظره د سیمې یوه ډیره ستره موسسه ده.

««««««««««««

او له ننه نهه کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپږویشتمه نیټه، د شیعیانو یو قدرمن مرجع او لوئ عالم آیت ا... العظمی شیخ محمد فاضل لنکرانی له یوی ناروغئ وروسته وفات شو. هغه په دیارلس سوه لسم هجری لمریز کال کښې د تهران په جنوب کښې د قم په مذهبی ښار کښې و زیږید او له ځوانئ یې د دینی علومو زده کړو ته مخه کړه . آیت ا... لنکرانی ، د آیت ا... بروجردی او امام خمینی (رح) په شان سترو استازانو له محضره استفاده وکړه او په خپل زیار او هوښیارتیا په تکیې سره په ډیر لنډ وخت کښې د اجتهاد لوړه درجه ترلاسه کړه . دغه جلیل القدر عالم خپلې سیاسی مبارزې په دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال کښې د خپل استاز امام خمینی (رح) د پاڅون له وخته پیل کړې او تل یې د کورنی استبداد او بهرنی استعمار پر ضد د هغوئ د مبارزو ملاتړ وکړ . په همدی دلیل ، آیت ا... فاضل لنکرانی د پهلوی استبدادی حکومت په وخت کښې په ځلونو و نیوئ، شکنجه او بالاخره جلاوطن کړئ شو. هغه په دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال کښې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د دغه پرتمین غورځنګ له پوره ملاتړ تر څنګ ، تدریس ته دوام ورکړ او ډیر زیات شاګردان یې و روزل .

ژباړن: ذیشان حیدر بنګش