د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176796-د_افغانستان_ثبات_د_سیمې_او_نړۍ_په_ګټه_دی
 د  پاکستان  په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست، د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: یو امن او باثباته افغانستان  د جیوپولیټیکو سیالیو د ډګر پر ځای، د سیمه‌ییزې نښلونې او د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر یوه پله بدلیدلی شي.
(last modified 2026-08-19T02:13:11+00:00 )
Aug 19, 2026 06:40 Asia/Kabul
  •   د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

 د  پاکستان  په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست، د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: یو امن او باثباته افغانستان  د جیوپولیټیکو سیالیو د ډګر پر ځای، د سیمه‌ییزې نښلونې او د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر یوه پله بدلیدلی شي.

 ایرنا خبری آژانس د طلوع نیوز له قوله راپور ورکړی دی ، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د افغانستان اوسنی ثبات یوازې د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه دی، بلکې  د سیمه‌ییزې نښلونې او اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه هم برابرابرولی شي.

هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې یو امن او باثباته افغانستان کولای شي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د سفارت سرپرست ټینګار وکړ،د کابل لیدلوری دا دی چې افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالیو پر ډګر د بدلېدو پر ځای، د سیمه‌ییزې نښلونې، سوداګرۍ، ترانزیټ، خبرو اترو او همکاریو پر یوه ارتباطي پله بدل شي.

هغه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره اړیکې هم مهمې وبللې او ویې ویل چې کابل له متقابل احترام، د حاکمیت له برابرۍ، په کورنیو چارو کی په نه لاسوهنی او  د ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو غوښتونکی دی.

شکیب وویل:زمونږ په باور، دوامدار او تلپاتې امنیت هغه مهال تأمینېږي چې د متقابل باور، صادقانه همکاریو، عملي همغږۍ او د یو بل د روا  اندېښنو د درناوي لپاره ګډه ژمنتیا موجوده وي

هغه په دوام کې وویل: کابل د تقابل سیاست نه تعقیبوي او اجازت به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي؛ په مقابل کې تمه لري چې د دغه هېواد امنیتي اندېښنو ته هم درناوی وشي او د نورو هېوادونو له خاورې د افغانستان پر ضد استفاده ونه شي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو، متقابل احترام او سیاسي تدبیر پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې هره ستونزه د باور جوړونې او د همکاریو د پراختیا پر یوه فرصت بدلیدلی شي.