روسي انځورګر: زه د ایران له کلتوري میراثونو سره مینه لرم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i151772-روسي_انځورګر_زه_د_ایران_له_کلتوري_میراثونو_سره_مینه_لرم
پارس ټودی ـ يو ځوان روسي هنرمند د ايران د تاريخي اثارو د انځورونو او نقاشيو له ليدلو وروسته اعلان وکړ: هغه د ايران له کلتوري ميراثونو سره مينه لري.
(last modified 2024-08-26T09:35:46+00:00 )
Aug 26, 2024 14:04 Asia/Kabul
  • روسي انځورګر: زه د ایران له کلتوري میراثونو سره مینه لرم

پارس ټودی ـ يو ځوان روسي هنرمند د ايران د تاريخي اثارو د انځورونو او نقاشيو له ليدلو وروسته اعلان وکړ: هغه د ايران له کلتوري ميراثونو سره مينه لري.

"ماریا زنکوا" یوه له هغو ۶۰۰ ایراني او روسي انځورګرانو څخه ده چې د "ملګرتیا رول" د انځورګرۍ په فیستیوال کې یې ګډون کړی.

د پارس ټوډی د را پور له مخې؛ په دې فیستیوال کې روسي او ایراني هنرمندانو په متقابل ډول د یو بل د هېوادونو انځورونه رسم کړل.

د زنګوا د ایران د شهید شوي ولسمشر سیدابراهیم رئیسي د څېړې په انځورولو سره، د "ملګري رول" د انځورګرۍ د فیستیوال غوره شوې ډلې ته لاره پیدا کړه.

د ماسکو د اوبو د رنګونو او ښکلو هنرونو په اکاډمۍ کې د دغه فیسټیوال د غوره شویو اثارو د نندارتون په څنډه کې دغې روسیې میرمنې په دغه فیسټیوال کې د ګډون لپاره د ایران د شهید ولسمشر د انځور د غوره کولو د علت په هکله وویل: ابراهیم رئیسي، یوازې یو سیاسي شخصیت نه، بلکې د ایران روحاني او مذهبي شخصیت دی او د هغه د خدمت د درناوي لپاره، ما هڅه وکړه چې د هغه یو عالي انځور جوړ کړم.

"زنکوا" شهید رئیسي د یو ډیر مهم شخصیت په توګه یاد کړ.

دغې روسی هنرمندې هم په دې خبرې سره چې په دغه نندارتون کې د روسیې د هنرمندانو ډیر اثار د ایران د ملي جامو په بڼه نندارې ته ایښودل شوي دي، وویل: د نندارتون د انتخاب شویو اثارو په لیدو سره پوه شوم چې په ایران کې ډیر کلتوري میراثونه شتون لری.

هغې زیاته کړه: دې موضوع زما پام دې ته را واړوه چې له ځآن سره مې وویل، چې ایران باید یو په زړه پورې هیواد وي.